د افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا د کور د ترمیم چارې پيل شوې
د ښار جوړولو وزارت په قندهار ښار کې د ستر امپراتور احمد شاه بابا د کور د ترمیم لومړنۍ چارې نن پيل کړې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د ښار جوړولو وزارت د تاریخي آبدو د ترمیم یو ټیم قندهار ښار ته رسېدلی او تمه کېږي چې یاد ټیم به د احمد شاه بابا له ۲۵۰ تلین وړاندې د هغه کور ترمیم کړي.
سرچینه زیاتوي چې د یاد کور نقشه مخکې له مخکې برابره شوې او نن یې د پلان مطابق د ترمیم لومړنۍ چارې پیل شوې.
د احمدشاه بابا کور، چې د شاه بازار په سدوزو کوڅه کې موقعیت لري، څه موده وړاندې د احمدشاه بابا د کورنۍ له پاتې غړو اخیستل شوی دی.
دغه کور د دولت له مهمو او تاريخي ابدو څخه يوه آبده ده چې د ښار جوړولو وزارت د تاريخي ابدو د فني او تخنيکي ټيم په مرسته جوړېږي.
کابل/ د غبرګولي ۱۹ مه/ باختر
