په کابل ښار کې د خواجه صفا زيارت د ترميم کار پيل شو

farzad_moicgovaf
Sun, Jun 06 2021 12:04 PM
په کابل ښار کې د خواجه صفا زيارت د ترميم کار پيل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين هارون حکيمي نن د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې د خواجه صفا زيارت د ترميم کار پرانيست.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د خواجه صفا زيارت د ترميم د کار د پرانیستلو په مراسمو کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکاران ډاکټر طارق رشاد او فقير ميوند، د دغه وزارت وياند محمد صابر مومند او د ملي موزيم رييس محمد فهيم رحيمي هم حاضر وو، د فرهنګ او هنر معين د تاريخي آبداتو د ساتنې په لاره کې د دغې آبدې د ترميم د کار پيل يو ارزښتناک ګام وباله او ويې ويل چې دغه زيارت د کابل ښار له تاريخي او مشهورو آبدو څخه دى.
هغه څرګنده کړه چې د هېواد د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو د ساتنې په اړوند د هېواد د جمهور رييس محمد اشرف غني د پاملرنې او لارښوونې پر بنسټ، نن د خواجه صفا زيارت د ترميم کار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه پيل شو او په راتلونکو شپږو مياشتو کې به بشپړ شي.
د فرهنګ او هنر معين څرګنده کړه چې کابل د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو له پلوه بډاى دى، خو تفريحي او سياحتي ځايونه يې زيات کار او ساتنې ته اړتيا لري او دغه آبده هم کولاى شي د کابل د خلکو او نورو سيلانيانو لپاره یو تفريحي او سياحتي ځاى وي.
دغه راز په دغو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکارانو هم په خپلو خبرو کې د خواجه صفا زيارت او دغه زيارت ته څېرمه د اوبو د یوې چينې د ارزښت او تاريخي لرغونتيا په اړه معلومات ورکړل.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې رييس ډيپلوم مهندس عبدالاحد عباسي څرګنده کړه چې د خواجه صفا سيمه په اصل کې د بودايي دورې يوه سيمه ده چې وروسته د امير حبيب الله خان د واکمنۍ په وخت کې په دې سيمه کې د ډبرو څو ګنبذي خونې جوړې شوې او دغه زيارت ته څېرمه د اوبو يوه چينه هم شته او له دې سيمې څخه د تفريحي ځاى په توګه هم استفاده کېده.
هغه زياته کړه چې په دې ساحه کې شپږ ډبرينې خونې په ګنبذي ډول جوړې شوې وې چې د وخت په تېرېدو سره يوشمېر یې ويجاړې شوې او يو شمېر نور يې اساسي ترميم ته اړتيا لري چې د هغو د ترميم کار لومړى پړاو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له بودجې څخه د ۵،۸ میليونو افغانيو په لګښت پيل شو.
همدارنګه د ګذر وکيل محمد عالم او د خواجه صفا سيمې د خلکو شورا رييس آغاجان د هېواد د تاريخي آبداتو او فرهنګي ميراثونو په تېره بيا د خواجه صفا زيارت د ساتنې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې مننه او قدرداني وکړه او د هغه سړک جوړولو ته يې د مسوولينو پاملرنه واړوله چې له سرکارېز څخه تر خواجه صفا زيارت پورې ٧٠٠ متره اوږدوالي لري.

کابل/ د غبرګولي ١۶ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

Wed, May 26 2021 3:38 PM
Background image

President Ghani Meets Leadership of MoIC

President Ashraf Ghani met with leadership of Ministry of Information and Culture at the Presidential Palace today.

During the meeting, leadership of the ministry shared their. . .

Wed, May 26 2021 3:24 PM
Background image

President Ghani Meets Miniature Girls Team, Encouraged Them

President Ashraf Ghani met miniature girls’ team who carry out miniature works in the historical places and encouraged them on Tuesday.

Presidential palace by releasing a statement. . .

Wed, May 19 2021 9:45 AM
Background image

All Afghans Responsible to Protect Historical Assets, Cultural Heritage: Minister Zuhair

Mohammad Tahir Zuhair, Acting Minister of Information and Culture, at the celebration of the International Museum Day on Tuesday said that historical honors and cultural heritage of the. . .

BACK TO NEWS