د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو اصلاح
د تېر ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو اصلاح کمېسیون (۲۷۵) بهرنیو کلمو او اصطلاحاتو ته په ملي ژبو بدیلي کلمې او اصطلاحات موندلي دي.
په یاده موده کې د (۱۸) مشورتي ناستو ترڅنګ په مرکز کې (۲۱) او ولایتونو کې لسګونه ساحوي پروګرامونه ترسره شوي دي.
د هېواد په کچه د (۳۹۰۰) لوحو او تبلیغاتي تابلوګانو ارزونه شوې ده او د اصولو خلاف (۹۰۰) لوحې او تبلیغاتي تابلوګانې اصلاح شوې دي.
