(د افغانستان اقتصادي رنسانس) کتاب مخکتنه وشوه

wasim_admin
Thu, Apr 16 2026 11:41 AM
..

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د لیکوال عبدالوافي نایبزي لیکلي آثر (د افغانستان اقتصادي رنسانس) مخکتنه وشوه.
د مخکتنې په دې غونډه کې د عامه کتابتونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم وویل: د خوښۍ ځای دی، چې د عامه کتابتونونو ریاست نن ورځ بیا د یوې علمي غونډې کوربه دی او اوس مهال د لیکوالۍ او مطالعې په برخو کې د مثبتو بدلونونو شاهدان یو.
ښاغلي صمیم له لیکوال عبدالوافي نایبزي څخه د مننې کولو ترڅنګ له ټولو استادانو، زده کړیالانو، د مدارسو طالبالعلمانو، زده کوونکو او لوستو ځوانانو څخه وغوښتل چې خپل علم د قلم او لیکوالۍ په وسیلې راتلونکو نسلونو ته انتقال کړي، ترڅو هېواد کې د علمي پرمختګونو شاهدان اووسو او په بشپړه توګه هېواد له نورو هېوادونو سره سیال کړو، همدارنګه ښاغلي صمیم زیاته کړه، چې د عامه کتابتونونو تالارونه د ټولو ځوانانو پر مخ خلاص دي او هڅې کېږي چې دغه تالارونه د شپې پر مهال هم د کتاب او مطالعې مینوالو پر مخ خلاص پاتې شي.
دغه راز په غونډه کې نورو ویناوالو د (د افغانستان اقتصادي رنسانس) کتاب لیکلو له امله له ښاغلي نایبزي څخه د مننې کولو ترڅنګ د یاد کتاب په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: له ښاغلي نایبزي څخه مو هیله ده، چې د تېر په څېر خپلو هڅو ته دوام ورکړي او راتلونکي ته د هېواد اقتصادي ودې په موخه نور کتابونه او علمي مقالې هم ولیکلي.
د غونډې په پای کې د یاد کتاب لیکوال عبدالوافي نایبزي د عامه کتابتونو له ریاست څخه د یادې غونډې جوړولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: لیکوالان د نورو لپاره ژوند کوي او ټولنه پر ټولو حق لري د همدې حق اداء کولو په موخه مو دغه کتاب لیکلو ته مخه کړه او هیله ده، چې راتلونکي کې دوهم ځل هم چاپ شي.
د یادونې وړ ده، چې (د افغانستان اقتصادي رنسانس) کتاب د ښاغلي نایبزي شلم لیکلی کتاب دی، چې پکې ملي اقتصاد، پولي اقتصاد، نړیوال اقتصاد، کوچنی اقتصاد، اداره او مدیریت او نور ګڼ شمېر اقتصادي تحلیلونه په ښه توګه تشریح شوي دي.

۱۴۴۷/۱۰/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS