کندوز کې د شمال ختیځ زون په کچه د ریدي‌ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
Thu, Apr 16 2026 11:01 AM
..

د کندز اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ترنم او ترانو ریاست په همکارۍ د شمال ختیځ زون په کچه د ریدي ګل دودیزه مشاعره ترسره شوه، چې په دې مشاعرې کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دفتر رئیس مولوي احسان‌الله حسان، د کندوز ولایت مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب، د ترنم او ترانو رئیس مولوي امان‌الله مستغفر، د شمال ختیځ زون د بېلابېلو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو، د امارتي ادارو ګڼ شمېر نورو مسؤلینو، نوموتو شاعرانو، لیکوالانو، نعت ویونکو، ترنم کوونکو، خبریالانو او ګڼ شمېر فرهنګپالو هېوادوالو ګډون کړی و. 
مشاعره د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، وروسته د کندوز اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ګل‌محمد الیاس راغلیو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ داسې فرهنګي غونډې جوړول د ادب او فرهنګ د ودې، د شاعرانو او لیکوالانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د ګډو ارزښتونو ژوندي ساتلو لپاره مهم ګام وباله.
ښاغلي الیاس له ټولو هغو ادارو او اشخاصو څخه مننه وکړه چې د دې فرهنګي غونډې په ترتیب کې یې همکارۍ کړې وه.
د مشاعرې په لړ کې د شمال ختیځ زون ولایتونو شاعرانو، نعت ویونکو او ترنم کوونکو خپل ترتیب کړي اشعار او نعتونه وړاندې کړل، چې د ګډونوالو په تودو هرکليو بدرګه شول او فضا یې د احساس، مینې او فرهنګي یووالي په رنګونو رنګینه کړه.
د ګډونوالو په وینا؛ دغه مشاعره نه‌یوازې د شعر او ادب یوه غونډه وه، بلکې د زړونو نږدېوالی، د فرهنګي پیوستون او ملي یووالي یو ژوندی تصویر هم و، چې د ګډونوالو په زړونو کې یې ژور اغېز پرېښود. 

۱۴۴۷/۱۰/۲۹ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS