فاریاب کې د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وشوه

wasim_admin
Tue, Apr 14 2026 1:09 PM
...

فاریاب اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو د امـ..ارتي او خصوصي رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته د کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس د وروستیو کلونو په لړ کې د رسنیو غوره فعالیتونو ترسره کولو له امله د مننې کولو ترڅنګ د غږیزو او چاپي رسنیو د جوازونو پر تمدید کولو او د ا.ا.ا پالیسي مطابق فعالیت کولو باندې ټینګار وکړ او د اطلاع رسونې په برخه کې یې د رسنیو ترمنځ همغږي مهمه وبلله. د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د خبریالۍ مسلکي اصول او اخلاق لا په ښه توګه مراعت کړي او د غیر باوري سرچینو خبرونه خپاره نه کړي.
د ناستې په لړ کې د رسنیو مسؤلینو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د همکاریو څخه د مننې کولو ترڅنګ اطلاعاتو ته د غوره لاس رسي او د شته ستونزو د حل غوښتونکي شول، چې د مسؤلینو له لوري د پوره همکاریو او د ستونزو حل ډاډ څرګند شو.

۱۴۴۷/۱۰/۲۷ ه- ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS