محمد طاهر زهیر: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کتاب د ليکوالو او ناشرانو ملاتړ کوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست نن ”د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان سياسي پرمختيا” کتاب د مخکتنې په وخت کې وويل: فرهنګي وده، په ټولو برخو کې د ودې او پرمختيا لپاره سريزه ده چې له هغه پرته نه شو کولاى آرامي او سوکالي ترلاسه کړو.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د هېواد د ځوان ليکوال محمد عارف وفايي د کتاب ”د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان سياسي پرمختيا” نن په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې مخکتنه وشوه.
د دغه کتاب د مخکتنې په مراسمو کې يوشمېر فرهګنيانو او ليکوالو ګډون لاره.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير، د محمد عارف وفايي د نوي اثر په تالیف کې د هغه هلې ځلې په نيکۍ يادې کړې، ويې ويل: په اوسني ستونزمن حالت کې د دغه شان ارزښتناک کتاب چاپول د خوښۍ وړ خبر دى.
هغه د محمد عارف وفايي دغه کار یو فرهنګي نوښت وباله او ويې ويل: فرهنګي وده، په ټولو برخوکې د ودې او پرمختيا لپاره سریزه ده چې له هغه پرته نه شو کولاى آرامي او سوکالي ترلاسه کړو.
هغه زياته کړه: له هغو ټولنيزو او فرهنګي ناخوالو څخه تېرېدل چې نن زموږ په ټولنه کې محسوسې دي، يواځې د کتاب او نورو فرهنکي آثارو په چاپولو، امکان لري.
زهير له ټولو ليکوالو او فرهنګيانو څخه وغوښتل چې د زياتو آثارو په ليکلو او چاپ کې هڅې وکړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هغوی ملاتړی دی.
” د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان سياسي پرمختيا” کتاب په ٣٧٦ مخونو کې د ١٠٠٠ ټوکو په تيراژ مقصودي انتشاراتو چاپ کړى دى.
کابل/ د سلواغې ۱۳ مه/ باختر