هلمند کې د فکري روزنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول

wasim_admin
Sat, Nov 08 2025 10:59 AM
..

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري، د الرباط فکري او فرهنګي ادارې، هلمند پوهنتون او پوهني ریاست په ګډو همکارو د هلمند پوهنتون په تالار کې د فکري روزنې سیالۍ مخکښ ګډونوال وستایل شول.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست استازي د اسلامي فکر پیاوړتیا د ټولنې د ستونزو د حل او د هېواد د معنوي پراختیا مهمه وسیله وبلله او تیر شل کلن اشغال ته په اشارې یې وویل: لکه څنګه چې د اشغالګرو سره جهادي مبارزه فرض وه، نن بیا د همدې نظام ساتنه او دفاع فرض ده. 
همدا راز نورو ویناوالو د دې ډول فکري او علمي پروګرامونو جوړول د اسلامي فکر د پراختیا او د اسلامي عقیدې د ټینګښت لپاره اړین وبلل او زیاته یې کړه؛ چې مسلمانان باید د کلتوري یرغلونو پر وړاندې خپل فکري هویت وساتي او د اسلامي اصولو په رعایت او تطبیق سره د پرمختګ لاره خپله کړي.
ویناوالو وویل: ټول هغه ځوانان چې د علم په ترلاسه کولو بوخت دي، د هېواد د راتلونکي معماران دي، دوی له ځوانانو څخه وغوښتل، چې د خپلو زده ‌کړو ترڅنګ د اسلامي فکر او سالم ذهن روزني ته هم جدي پاملرنه وکړي.
د غونډې په لړ کې د فکري روزنې سیالۍ ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال په بېلابېلو معنوي او مادي ډالیو وستایل شول.

۱۴۴۷/۵/۱۷ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS