د ملي موزيم پلاوي غزني ولايت ته سفر وکړ

wares_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۳:۰
….

تېره ورځ د غزني ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د افغانستان له ملي موزیم څخه یو څلور کسیزه پلاوي د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ملي موزیم د تاریخي آثارو د ثبت، سجل، بیارغونې او وقایې په موخه سفر وکړ.

په یاد څلور کسیزه پلاوي کې ښاغلي نجیب الله عطایي د نورستان دورې د آثارو کوریتور، اسلام الدین غفاري د لرغونو آثار د جورونې غړی، کریم الله آرین د انتوګرافي آثارو د ترمیم او جوړونې مدیر او محمد رضا رحیمي د ملي موزیم عکاس شامل دي.

 پلاوي د غزني د اطلاعاتو او کلتور له رئیس ملا حمیدالله نثار سره په لیدنه کې د خپل سفر د موخې په اړه معلومات شريک کړل او زیاته یې کړه؛ دوی به د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست په موزیم کې هغه سلګونه قلمه تاریخي آثار چې له کلونو راهيسې د یاد موزیم په ډیپوګانو کې موجود دي، ثبت، سجل، وقایه او هغه تاریخي آثار چې ترمیم ته ضرورت لري، بیا ورغوي.

 د اطلاعاتو او کلتور رئیس ملا حمیدالله نثار یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ويلو تر څنګ وويل: دغه ریاست هر ډول همکارۍ او د آسانتیاو برابرولو ته چمتو دی.

د یادونې وړ ده چې همدا اوس د غزني په ملي موزیم کې سلګونه قلمه د مختلفو دورو تاریخي او کلتوري آثار موجود دي او هره ورځ لسګونه کسان له دغه موزیم څخه لیدنه کوي.

۱۴۴۵/۸/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۱۱/۲۲ هـ ل

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۲۰:۳
Background image

توریزم نقش کلیدی در توسعه و تحکیم روابط میان افغانستان و ازبکستان دارد

جمعه مورخ( ۱۰ ربيع الاول ۱۴۴۶) محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه وزیر اطلاعات و فرهنگ در حاشیه نشست(اتحاد فرهنگ‌ها) در شهر سن‌پیترزبورک با آزاد‌بیک اف وزیر فرهنگ ازبکستان دیدار کرد.

در. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۴:۲۲
Background image

دیپلوماسی فرهنگی نقش مؤثر در توسعه روابط جوامع دارد

جمعه مورخ(۱۰ ربیع الاول ۱۴۴۶) محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه وزیر اطلاعات و فرهنگ در حاشیه نشست اتحاد فرهنگ‌ها با اولگا لوبیمووا وزیر فرهنگ روسیه دیدار کرد.

اولگا لوبیمووا ضمن خوش. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۸:۴۰
Background image

افغانستان خانه مشترک همه افغان‌ها است؛ بیایید با هم آنرا آباد سازیم

جمعه مورخ( ۱۰ ربیع الاول ۱۴۴۶) این اظهارات را محترم الحاج ملا خیرالله خیرخواه وزیر اطلاعات و فرهنگ در دیدار با رییس و اعضای اتحادیه فرهنگی افغان‌های مقیم کشور روسیه در سنت‌پترزبورگ بیان. . .

BACK TO NEWS