يوشمېر عالمانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې سره وکتل
يوشمېر عالمانو نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې حسينې ساپۍ سره په کتنه کې د رسنيو په تېره بيا د تصويري رسنيو د خپرونو په اړوند خپل وړانديزونه چې بايد اسلامي او د هېواد د اصيل فرهنګ ارزښتونو ته پکې پاملرنه وشي، شريک کړل.
د باختراژانس د خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې مولوي عبدالسلام عابد مولوي رحمت الله اندړ ، شيخ خدابخش محسني او يو شمېر نور عالمان هم حاضر وو، عالمانو ټينګار وکړ چې دکرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په مقصد څرنګه چې جوماتونه تړل شوي دي، بايد رسنۍ او په تېره بيا تصويري رسنۍ دې هم د هغو پروګرامونو له جوړولو چې خلک پکې راټولېږي ډډه وکړي.
هغوى وويل: که چېرې ولايتونه قرنطين شي خلک به په خپلو کورونو کې زياتره تلويزيوني پروګرامونه وګوري .
عالمانو ز ياته کړه چې د رسنيو په تېره بيا د تلويزيونونو په خپرونو کې دې اسلامي، فرهنګي او تعليمي ارزښتونو ته زياته پاملرنه وشي او د مبتذلو پروګرامونو له خپرولو څخه چې د اسلامي فرهنګ او د هېواد د خلکو د دودونو پرخلاف دي، ډډه وشي .
په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ ديني، اسلامي او فرهنګي ارزښتونو ته پاملرنه د دغه وزارت لومړيتوبونه وبلل او عالمانو ته يې د خپلو همکاريو ډاډ ورکړ.
هغې ټينګاروکړ چې د رسنيو په خپرونوکې بايد اسلامي او فرهنګي ارزښتونه او د خلکو ګټورو دودونو ته جدي پاملرنه وشي.
کابل / دوري ٦مه / باختر :