د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست له سیمه ییزو رسنیو وغوښتل چې د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو سره سمې خپرونې وکړي

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست ددې ولایت د سیمه ییزو رسنیو له مسؤلینو سره ناسته کې له هغوی وغوښتل، چې خپلې خپرونې د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو په پام کې نیولو سره برابرې کړي.
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې په بغلان ولایت کې د شته فعالو رسنیو نشراتي منځپانګې د ژورنالیزم او هیواد د ملي ګټو په پام سره برابرې شوي، خو غوښتنه یې وکړه چې سیمه ییزې رسنۍ دې اسلامي او ټولنیز ارزښتونه هم په پام کې ونیسي څو خپرېدونکې خپرونې د کیفیت له پلوه ښې او د اورېدونکو د پام وړ وګرځي.
د خبریالانو په استازیتوب حارث سیار، رازمحمد راز او عبدالواحد وحدت د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه مننه وکړه چې د رسنیو لپاره یې مناسب او ډاډمن کاري شرایط برابر کړي دي.
۱۴۴۴/۸/۲۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۵ هـ ش