د ارواښاد نصر الله حافظ د زوکړې ۹۰ مه کالیزه نمانځل کېږي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد نصرالله حافظ د زوکړې ۹۰ کالیزې د نمانځنې په مناسبت غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاور فقیر میوند، د جمهوري ریاست فرهنګي مشاور زرین انځور او د علومو اکاډمۍ پرغړي څېړندوی سید محی الدین هاشمي سربېره ګڼ شمېر لیکوالانو او رییسانو برخه لرله .
د استاد نصر الله حافظ د زوکړې ۹۰ مه کالیزه د جمهوري ریاست د حکم پر بنسټ او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او مشرۍ په لړم میاشت کې د علمي سيمينار په جوړولو سره نمانځل کېږي.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه کې د ارواښاد حافظ د شعري کلیاتو او د کیسو ټولګې چاپ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د موسیقۍ د تصنیفونو ټولګې چاپ یې ملي راډیو ټلویزیون په غاړه واخیست.
کابل/ د زمري ۲۱ مه/ باختر