د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد محمد حسین سرآهنګ ۳۹ تلین ونمانځه

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۲۰:۵۵
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استاد محمد حسین سرآهنګ ۳۹ تلین ونمانځه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن په ملي ګالري کې د موسیقۍ د سرتاج ارواښاد استاد محمد حسین سر آهنګ ۳۹ تلین ونمانځه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر په دې نمانځغونډه کې د خرابات کوڅې پر مخینې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې څلور لسیزې جګړې پر نورو زیانونو سربېره موسیقۍ ته هم ستر زیان اړولی، په خبره یې کورنۍ جګړې د موسیقۍ د ودې مخه ونیوله.

هغه هنرمندانو ته ډاډ ورکړ چې د موسیقۍ د ودې لپاره به عملي ګامونه پورته کړي او په دغه برخه کې شته ستونزې به اوارې کړي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین هارون حکیمي هنر د ژوند تصور وباله او زیاته یې کړه چې له تصوره پرته ژوند کول ستونزمن دي.

حکیمي وویل چې هنر د تصور د وړاندې کولو وسیله ده، هغه وايي ژمن دی چې له دې وروسته د ټولو هنري پروګرامونو نمانځنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

سر آهنګ ډیرې سندرې ویلي او د افغانستان د نامتو سندر غاړو په ډله کې شمېرل کېږي چې د موسیقۍ په ډګر کې یې ډېر لقبونه هم ترلاسه کړي دي.

هغه د موسیقۍ لومړنۍ زده کړې له خپله پلاره پروفیسور غلام حسین څخه تر لاسه کړي  او بیا یې  په هند کې د پټیاله  ښوونځي له بنسټګر  استاد عاشق علي سره ۱۶ کاله شاګردي وکړه.

د کابل خرابات سیمه د استاد  محمد حسین سر آهنګ او د سنتي موسیقۍ د ځینو نورو مخکښانو د زوکړې ځای دی.

استاد سرآهنګ له نن څخه ۳۹ کاله مخکې د ۱۳۶۱ کال د غبرګولي په ۱۶مه په خپل ټاتوبي د کابل  په خرابات کوڅه کې د ۶۵ کلونو په عمر ومړ.

هغه د کابل د شهدای صالحین د ترکانو په هدیره کې خاورو ته سپارل  شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د یادې نمانځغونډې په یوه څنډه کې هنري تابلوګانې او هغه مستند فلم چې افغان فلم ریاست پر استاد سر آهنګ او خرابات کوڅې جوړ کړی و، هم نندارې ته وړاندې شول.

کابل/ د غبرګولي ۱۹ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۴:۱۶
Background image

ریاست گرځندوی برای سه شرکت سیاحتی جواز فعالیت داد

ریاست گرځندوی وزارت اطلاعات و فرهنگ، امروز برای سه شرکت سیاحتی مربوط ولایت های کابل، قندهار و تخار، جواز فعالیت داد .

به گزارش آژانس باختر؛  مرتضی عزیزی رییس گرځندوی وزارت اطلاعات و. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۴:۹
Background image

محمد طاهر زهیر، سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ در مراسم جنازۀ داکتر نبی مصداق اشتراک کرد

محمد طاهر زهیر، سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ امروز در مراسم جنازۀ داکتر نبی مصداق خبرنگار شناخته شدۀ کشور و مشاور امور رسانه یی رییس جمهوری اسلامی افغانستان که امروز در مسجد عیدگاه در. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۴ - ۱۱:۰
Background image

جشنوارۀ توت در پروان برگزار شد

جشنوارهٔ فرهنگی توت امروز در پروان برگزار شد.

این جشنوارۀ ادبی ـ فرهنگی را شاروالی چاریکار و آمریت فرهنگ و گردشگری ریاست اطلاعات و فرهنگ در روستای حاجی کوه در مربوطات مرکز پروان برگزار. . .

BACK TO NEWS