محمد طاهر زهير د باختر اطلاعاتي آژانس پرمختللى وېب سايټ پرانیست

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۱:۳۵
محمد طاهر زهير د باختر اطلاعاتي آژانس پرمختللى وېب سايټ پرانیست

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د مطبوعاتو د آزادۍ نړيوالې ورځې په مناسبت د “باختر اطلاعاتي آژانس” پرمختللى وېب سايټ پرانیست.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو د معين عبدالمنان شېواى شرق، يوشمېر حکومتي مسوولينو او د رسنيزو بنسټونو د استازو او يوشمېر مسوولينو په ګډون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د مطبوعاتو د آزادۍ نړيوالې ورځې په مناسبت د هېواد ټولو خبريالانو او د مطبوعاتو او رسنیزې ټولنې کارکوونکو ته مبارکي وويله او د هېواد د رسنيو د کارونو قدرداني وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په هېواد کې د اطلاع رسونې په کار کې د باختر اطلاعاتي آژانس نقش مهم وباله او د اطلاع رسونې، رسنیز کار او د خبرونو د خپرولو په لاره کې یې د باختر اطلاعاتي آژانس د رييس نجيب الله شينواري او د دغه خبري آژانس د ټولو خبريالانو او کارکوونکو د هلوځلو له امله مننه او قدرداني وکړه.
هغه څرګنده کړه چې د بيان او مطبوعاتو آزادي په آسانۍ سره نه ده ترلاسه شوې او د مطبوعاتو آزادۍ ته د رسېدو په لاره کې د هېواد رسنیزې ټولنې پرله پسې هلې ځلې کړې او قربانۍ يې کړې دي او د هېواد د رسنيو د کارکوونکو هڅې د قدر وړ دي.
محمد طاهر زهير د باختر اطلاعاتي آژانس د وېب سایټ پراختيا يو ستر برياليتوب وباله او د اطلاع رسونې او رسنیز کار په لاره کې يې د دغه خبري آژانس مشرتابه او خبريالانو ته د زياتو برياليتوبونو او پرمختګونو هيله وکړه.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د باختر اطلاعاتي آژانس د پرمختللي وېب سايټ په پرانیستغونډه کې ټينګار وکړ چې دغه وزارت د خبريالانو او د هېواد د رسنیزې ټولنې ملاتړى دى.
په همدې ترتيب د باختر اطلاعاتي آژانس د وېب سايټ د تخنيکي برخې مسوول احمد وليد خالقي د باختر اطلاعاتي آژانس د پرمختللي وېب سايټ په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې پرمختللی وېب سايټ پنځه مهمې برخې لري او د دري، پښتو او انګليسي ژبو ترڅنګ، عربي او روسي ژبې هم پکې زياتې شوې دي.
هغه زياته کړه چې د فېسبوک او ټويتر پاڼو پراختيا او دغه راز “ملي دومېن .af ته د “تجارتي دومېن” لېږدول او د باختر اطلاعاتي آژانس د وېب سايټ د تخنيکي برخو پراختيا هم د وېب سايټ له پرمختللو برخو څخه ده.

کابل/ د غويي ١۳ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۷
Background image

امتحان سیرت النبیﷺ در ولایت جوزجان اخذ گردید!

پنج‌شنبه مورخ(۱۸ رمضان المبارک ۱۴۴۵) از سوی آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت جوزجان با هماهنگی مرکز آموزشی دفتر اکتید از ۹۰۰ تن جوان ولسوالی آقچه و مرکز امتحان سیرت النبیﷺ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۵:۲۲
Background image

در تخار برنامه‌های آگاهی‌دهی راه‌اندازی گردید!

چهارشنبه مورخ(۱۷ رمضان المبارک ۱۴۴۵) از سوی ریاست اطلاعات و فرهنگ تخار با هماهنگی ریاست های ارشاد، حج و اوقاف، امر بالمعروف و نهی عن المنکر و شورای علما برنامه آگاهی‌دهی در مورد حرمت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

کتابخانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ پکتیا بعد از بازسازی به بهره‌برداری سپرده شد!

چهارشنبه مورخ(۱۷ رمضان المبارک ۱۴۴۵) کتابخانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ پکتیا بعد از بازسازی به بهره‌برداری سپرده شد.

قاضی ثواب‌جان اسلام‌یار رییس اطلاعات و فرهنگ پکتیا در جریان مراسم. . .

BACK TO NEWS