د اطلاعاتو او کلتور رئيس د رستم له تاريخي تخت څخه ليدنه وکړه
![…](/sites/default/files/2024-04/samanagan15042024.jpg)
یکشنبه (۵ د شوال ۱۴۴۵) د سمنګان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مولوي فیروزالدين منیب په دې ولايت کې د رستم له تاريخي تخت څخه ليدنه وکړه.
مولوي فیروزالدين منیب وويل: تاريخي آبدات د ټولنې د تاريخ او کلتور ښکارندوی دي، بشري ټولنې د تاريخ په اوږدو کې له ځانه کلتور، تمدن او ارزښتونه د يادګار په ډول پريښي دي، چې نن د کلتوري او تمدني ميراثونو په حیث پېژندل کيږي او ساتنه يې کيږي.
تاريخي آبدات په توله کې تاريخي ځايونه لکه ، کلاګانې، معبدونه، مسجدونه، ماڼۍ، بازارونه او نورې ودانۍ وي، چې په حقیقت کې دا ميراثونه د هيواد د خلکو د تمدنونو ښکارندويي کوي، د رستم تاريخي ډبرين تخت چې د تېږې په منځ کې په ډېر مهارت سره تراشل شوی دی، د هېواد د تاريخي آبداتو له جملې يو ډير مهم آثر دی.
ښاغلي منيب زياته کړه؛ راتلونکو نسلونو ته د تاريخي او کلتوري ارزښت درلودو له امله د ټولو تاريخي آبداتو ساتنه مهمه ده، نو لازمه ده چې له خپلو تاريخي آبداتو څخه په سمه توګه ساتنه وکړو.