د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین په قطر کې د اسلامي امارت له سفير سهیل شاهین سره وکتل

tawana_admin
Thu, Jan 23 2025 12:25 AM
Fyjgf

چهارشنبه ( ۲۱ د‌ رجب ۱۴۴۶) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معین ښاغلي مولوي مهاجر فراهي په خپل کاري دفتر کې د قطر لپاره له نوي ټاکل شوي افغان سفیر محترم سهیل شاهین سره وکتل. 

د ليدنې په ترڅ کې دواړو لوریو د مطبوعاتي برخې د تقویې پر میکانیزم، د کتابونو د چاپ د پروسې په پراختيا او نورو مسائلو باندې تفصیلي خبرې وکړې.

ښاغلي مهاجر فراهي په مطبوعاتي او نشراتي برخه کې د خپلو فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او ترڅنګ یې په هغو لارو چارو هم بحث وشو، چې څنګه یې له مخې خدمات لا پراخ او هر اړخیز کېدلای شي.

نوموړي دغه راز د ا.ا.ا په نشراتي برخه کې د امارتي او خصوصي رسنیو د فعالیت سربېره د کتابونو او قرانکریم د چاپ په برخه کې د ملموسو فعالیتونو يادونه وکړه او ويې ويل: هڅه کیږي ترڅو لا ښه او اغیزمن پرمختګونه تر سره شي. 

همدا راز ښاغلي شاهین د اطلاعاتو او کلتور وزارت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او د لا نورو پرمختګونو هيله یې څرګنده کړه.

 

۱۴۰۳/۱۱/۳ ل

۲۰۲۵/۱/۲۲ ز

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

Mon, Jun 08 2026 12:11 PM
Background image

Top Participants Honored in Competition on Decree No. 17

The Department of Information and Culture of Kapisa Province, in collaboration with the Tanwir Intellectual and Cultural Organization, organized a competition among 1,000 students from. . .

BACK TO NEWS