پکتیا کې د (امام ابو حنیفه رحمة الله علیه پېژندنې او تګلارې) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار ترسره شو

tawana_admin
Thu, Jan 16 2025 10:09 AM
sdfg

د پکتیا ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست، د ارشاد، حج او اوقافو ریاست او د الکوثر فرهنګي ادارې په ګډې همږغۍ د (امام ابو حنیفه رحمة الله علیه پېژندنې او تګلارې) تر سرلیک لاندې د ګردېز اړوند مسجدونو خطیبانو او ملا امامانو ته یو ورځنی سمینار ترسره شو.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ثواب جان اسلام یار د سمينار په پیل کې وویل: د دې سمینار څخه موخه دا ده، چې د حنفي مذهب په اړه ډېر پوهاوی وشي تر څو له خپل مذهب څخه دفاع وکړو. 
نوموړي زیاته کړه؛ امام ابو حنیفه رحمة الله علیه د ژوند ټولو برخو لپاره داسې اصول ټاکلي، چې موږ يې ګام په ګام عملي کوو او پر تطبیق یې مکلف یو.
د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدين د امام الأعظم ابو حنیفه رحمة الله علیه پر ژوند او تقوا ارزښتناکې خبرې وکړې او ویې ویل: حنفي مذهب یو بشپړ، جامع او د اعتدال مذهب دی، چې هرې مسئلې ته په دلیل او ثبوت جواب ویوونکی دی، او اکثره د نورو مذاهبو پیروان یې هم مطالعه کوي.
مرستيال والي صاحب علماء کرامو ته سپارښتنه وکړه، چې په سمينار کې د شيوخ عظامو تقريرونه په غور واورئ، ياداښت يې کړئ او پخپلو مسجدونو او مدرسو کې طالبانو او عوامو ته يې د يو سپيڅلي امانت په ډول ورسوئ، ځکه دا ستاسو مکلفيت او مسؤليت دی، چې خلک د اسلام او مذهب له خوندونو او اهميت خبر کړئ.
ورپسې د خوست ولایت یو تن دیني عالم شیخ معلم جان حنفي د امام اعظم ابو حنیفه رحمة الله علیه پېژندنې په اړه تفصیلي خبرې وکړې او ویې ویل: د امام ابو حنیفه رح د مذهب تګلاره په قرآن کریم، نبوي احاديثو، اجماع او قیاس ولاړه ده، په حنفي مذهب عمل کول په اصل کې په قرآن کریم او احادیثو عمل کول دي، په همدې اساس حنفي مذهب څخه دفاع له قرآن کریم او احاديثو څخه دفاع ده، چې موږ او تاسې پرې مکلف یو.
د پکتیا د علماوو شورا رئیس شیخ صالح محمد فقیر د یاد سمینار په وروستیو کې وویل، د اسلامي نظام په چوکاټ کې علماء مسؤلیت لري، چې د حنفي مذهب لپاره کار وکړي، خلک په دې مذهب او مسائلو باندې پوی کړي او په ټولنه کې د غیر مشروع کارونو مخنیوی وکړي.

۱۴۴۶/۷/۱۵ ق
۱۴۰۳/۱۰/۲۷ ل

تازه ترین اخبار

Tue, Jul 21 2026 3:51 PM
Background image

Members of Signage and Advertising Boards Reform Commission Meets with Deputy Minister of Industry and Commerce 

On 6 Safar 1448 AH Members of the Signage and Advertising Boards Reform Commission met with the Administrative and Financial Deputy Minister of the Ministry of Industry and Commerce.
Th. . .

Mon, Jul 20 2026 2:56 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Session

On Monday, 5 Safar 1448 AH, the regular session of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS