پوهاند محمد رسول باوري: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي پروژو په تطبيق کې له تمويلوونکو سره همکار دى.

farzad_moicgovaf
Sun, Oct 11 2020 9:59 AM
پوهاند محمد رسول باوري: د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګي پروژو په تطبيق کې له تمويلوونکو سره همکار دى.

د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري نن د يونسکو د پروژو له رييس سره وکتل. د باختر آژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د باميانو د بټانو د نړيوال فرهنګي ميراثونو د بيا رغاونې د پروژې د عملياتي پلان په اړه خبرې اترې وشوې. پوهاند پاوري د باميانو د بټانو د عملياتي پلان د تطبيق په اړه چې د جاپان له خوا تمويلېږي وويل چې د دغې پروژې کار د فرهنګ او هنر له معينيت سره په تفاهم کې پرمخ وړل کېږي. دغه راز په دې کتنه کې د غور د جام څلې د ترميمولو د پروژې د پيل په اړه چې د جاپان له خوا تمويلېږي خبرې وشوې. د يونسکو استازي په دې اړه و ويل چې د بهرنيو شرکتونو غوښتن ليکونه د څيړنې په حال کې دي چې ډير ژر به وروستۍ تصميم ونيول شي. دغه راز د باميانو د لرغوني پارک د پروژې د کار د پيل په اړوند چې د ايټاليا له خوا تمويلېږي خبرې وشوې. په دې مورد کې پوهاند باوري وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معينيت د دغو پروژو د تطبيقولو په برخه کې به له تمويلووونکو سره له هيڅ راز همکارى څخه ډده ونه کړي.

کابل/ دتلي ٢٠مه / باختر

تازه ترین اخبار

Wed, May 26 2021 3:38 PM
Background image

President Ghani Meets Leadership of MoIC

President Ashraf Ghani met with leadership of Ministry of Information and Culture at the Presidential Palace today.

During the meeting, leadership of the ministry shared their. . .

Wed, May 26 2021 3:24 PM
Background image

President Ghani Meets Miniature Girls Team, Encouraged Them

President Ashraf Ghani met miniature girls’ team who carry out miniature works in the historical places and encouraged them on Tuesday.

Presidential palace by releasing a statement. . .

Wed, May 19 2021 9:45 AM
Background image

All Afghans Responsible to Protect Historical Assets, Cultural Heritage: Minister Zuhair

Mohammad Tahir Zuhair, Acting Minister of Information and Culture, at the celebration of the International Museum Day on Tuesday said that historical honors and cultural heritage of the. . .

BACK TO NEWS