په لغمان کې د هنر نړېواله ورځ ونمانځل شوه

farzad_moicgovaf
Sun, Oct 11 2020 9:22 AM

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن په دغه ولایت کې د هنر نړېواله ورځ ونمانځله.
د باختر اژانس د سیمه  ييز خبریال د خبر له مخې، په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صمیم وویل چې هنر د فرهنګ یوه برخه ده او انسان باید په خپلو چارو کې له هنریت څخه کار واخلي.
صمیم وویل: ((انسانان ټول دي ،خو هغه چې ښه رویه، ښه چلند او ښه اخلاق لري او د ژوند په ټولو اصولو پوهېږي، دا هم یو هنر دی)).
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ځوانان وهڅول چې  د لغمان له عامه کتابتون څخه ګټه واخلي، مطالعه وکړي او هم هنریت ته کار وکړي.
په همدې  حال کې د ځوانانو په استازیتوب د ځوانانو د پارلمان وکیل حنیف الله پشه یي وویل:  په هر کار کې چې هنریت موجود وي نو ارزښت پکې ډیر وي، پکار ده چې په ټولو چارو کې له هنریت څخه ګټه واخیستل شي.
په غونډه کې د لغمان ممثلانو یو تمثیل هم وړاندې کړ چې هنریت یې پکې رانغاړلی و.
د غونډې په پای کې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ځینې هنرمندان په ستاینلینکو هم ونازول.
مهترلام / د تلې ۲۰ مه / باختر

تازه ترین اخبار

Wed, May 26 2021 3:38 PM
Background image

President Ghani Meets Leadership of MoIC

President Ashraf Ghani met with leadership of Ministry of Information and Culture at the Presidential Palace today.

During the meeting, leadership of the ministry shared their. . .

Wed, May 26 2021 3:24 PM
Background image

President Ghani Meets Miniature Girls Team, Encouraged Them

President Ashraf Ghani met miniature girls’ team who carry out miniature works in the historical places and encouraged them on Tuesday.

Presidential palace by releasing a statement. . .

Wed, May 19 2021 9:45 AM
Background image

All Afghans Responsible to Protect Historical Assets, Cultural Heritage: Minister Zuhair

Mohammad Tahir Zuhair, Acting Minister of Information and Culture, at the celebration of the International Museum Day on Tuesday said that historical honors and cultural heritage of the. . .

BACK TO NEWS