د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانتور تصدۍ نوى رييس معرفي شو

farzad_moicgovaf
Sat, Oct 10 2020 10:28 AM
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغانتور تصدۍ نوى رييس معرفي شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزیر او سرپرست محمد طاهر زهير نن د افغانتور تصدۍ نوى رييس د دغه وزارت مسوولینو او کارکوونکو ته معرفي کړ. د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري، د دغه وزارت د رييسانو، کارکوونکو او د يوشمېر دولتي بنسټونو د مسوولینو په شتون غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بشري سرچینو رييس احمد ضيا انوري، د افغانتور تصدۍ د رييس په توګه د سېد ايمل جلال د ټاکنې په اړوند د هېواد د جمهوررييس حکم ولوست. وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانتور تصدۍ نوي رييس سېد ايمل جلال د دغه وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته معرفي کړ. هغه څرګنده کړه چې په يوه اداره کې ادلون او بدلون او مثبت تحول يو قانوني اصل دى او د قانون له مخې په ادارو کې د چارو د ښه والي په موخه د قانون مطابق بدلونونه رامنځته کېږي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانتور تصدۍ نوي رييس ته په چارو کې د برياليتوب هيله وکړه. دغه راز هغه د افغانتور تصدۍ د مخکېني رييس احمد فردين ضيايي کارونه په قدردانۍ سره ياد کړل. وروسته سيد ايمل جلال په خپلو خبرو کې په دغه بست کې د هېواد د جمهور رييس له اعتماد او باور او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او د توريزم د پراختيا، د سيلانيانو د جلبولو او د افغانتور تصدۍ د عوايدو د زياتوالي د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل. هغه ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مشرتابه او همکارانو په همغږۍ، د افغانتور تصدۍ د چارو د ښه والي په خاطر به هلې ځلې وکړي.

کابل / د تلې ۱۹ مه / باختر

تازه ترین اخبار

Wed, May 26 2021 3:38 PM
Background image

President Ghani Meets Leadership of MoIC

President Ashraf Ghani met with leadership of Ministry of Information and Culture at the Presidential Palace today.

During the meeting, leadership of the ministry shared their. . .

Wed, May 26 2021 3:24 PM
Background image

President Ghani Meets Miniature Girls Team, Encouraged Them

President Ashraf Ghani met miniature girls’ team who carry out miniature works in the historical places and encouraged them on Tuesday.

Presidential palace by releasing a statement. . .

Wed, May 19 2021 9:45 AM
Background image

All Afghans Responsible to Protect Historical Assets, Cultural Heritage: Minister Zuhair

Mohammad Tahir Zuhair, Acting Minister of Information and Culture, at the celebration of the International Museum Day on Tuesday said that historical honors and cultural heritage of the. . .

BACK TO NEWS