سليمان لايق فرهنګي او ادبي بنسټ پرانيستل شو
سليمان لايق فرهنګي او ادبي بنسټ په هېواد کې د فرهنګي او ادبي فعاليتونو د ودې په موخه پرون پرانيستل شو. د باختر اژانس د خبرله مخې؛ د دغه بنسټ د پرانيستلو په مراسموکې يو شمېر فرهنګيانو، اديبانو او دولتي مقاماتو ګډون کړی و. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزير او سرپرست محمد طاهر زهير د دغه بنسټ د پرانيستو مراسمو ته په وينا کې سليمان لايق د افغانستان په فرهنګي او ادبي ډګر کې يوه مطرحه څيره وبلله او زياته يې کړه چې هغه په افغانستان کې د ادب او فرهنګ ودې او پراختيا ته پام کاوه او زيات اثار يې وليکل چې هريو ېې د فرهنګ او ادب په ډګر کې دهغه د قوت او لوړ فکر ښکارندوى دى. محمد طاهر زهير د لايق فرهنګي او ادبي بنسټ له مسوولينو څخه هيله وکړه چې د دغه نوميالى شاعر او اديب هغه اثار چې چاپ شوي نه دي، ډير ژر چاپ ته چمتو کړي. زهير ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او بيهقي کتاب خپرولو رياست د سليمان لايق د هغو اثارو د چاپولو لپاره همکارۍ ته چمتو دي چې چاپ شوي نه دي. دغه راز د سليمان لايق فرهنګي او ادبي بنسټ د پرانيستلو په غونډه کې ليکوال او د علومو اکادمۍ غړي حبيب الله رفيع او د کابل پوهنتون استاد فيض الله جلال هم د سليمان لايق د ادبي او فرهنګي ژوندانه په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې لايق په خپلو اثارو کې د فرهنګ او ادب په برخه کې د افغانستان قوت او عظمت بيان کړی دى، د خلکو په ژبه يې شعر ويلی دى او په خپلو اثارو کې يې د خلکو غوښتنې او هيلې راغبرګې کړي دي. بايد وويل شي چې سليمان لايق فرهنګي اوادبي بنسټ د ارواښاد لايق د کورنۍ او دوستانو په همت په ٢٠١٦ ميلادي کال کې جوړ شو چې د فرهنګ، ادب او پوهې د دغه ميړني، فکر او نظريه نسل په نسل ځوانانو ته ولېږدوي؛ خو په هغه وخت کې خپله سليمان لايق د دغه شان يو بنسټ له جوړولو سره مخالفت وکړ. سليمان لايق په پکتيکا کې زېږېدلی و او خپلې زده کړې يې د ادبياتو په څآنګه کې په کابل پوهنتون کې بشپړې کړې وې. له سليمان لايق څخه بادبان، سپرغکي، چونغر، د اباسين سپيدې، کيږدى، کيسې او افسانې شعري ټولګې پاتې دي. افغان شاعر، ليکوال او سياستوال سليمان لايق د افغانستان له هغو لومړنيونو شاعرانو څخه و چې شعر ته يې نوې منځپانګه، نوی رنګ او نوی خوند ورکړ. ده په درې او پښتو شعر وايه او په دوديز قالب کې هم شعر لري. ويل کېږي چې د سليمان لايق يوشمېر آثارد هغه له زوی غرزي لايق سره دي چې تر اوسه پورې چاپ شوي نه دي. دا اثار تر ډېره د سليمان لايق يادونه رانغاړي.
کابل / دتلي ١٨مه/ باختر
