د داغ لاله کتاب چاپ شو

farzad_moicgovaf
Thu, Oct 08 2020 11:08 AM
د داغ لاله کتاب چاپ شو

د "داغ لاله" کتاب چې تېرې او اوسنې خاطرې د شعر په ژبه بيانوي؛ نن د يوې غونډې په ترڅ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکز کې  مخکتنه وشوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه کتاب سېد امان الدين روشان ليکلى دى او هغه شعري ټولګه ده چې د شاعر خيال او اندېشې منعکس کوي.
د دغه کتاب شاعر په خپلو شعرونو کې نه يوازې د لطافت په مانا، بلکې لفظي او شعري ظرافتونو ته هم پاملرنه کړې ده، د شعر وزن، قافيه او د موضوع په تناسب رديفونه چې په عين وخت کې د ښکلا ښکارندوى دي؛ هم ټاکلي دي.
د دغه کتاب د مخکتنې په غونډه کې سېد امان الدين روشان د خپل ژوند ليک او د کتاب د معرفي کولو په اړه خبرې وکړې او له ټولو هغو بنسټونو او کسانو څخه چې د ياد کتاب په چاپ کې يې ورسره مرسته کړې ده؛ مننه وکړه.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين عبدالمنان شېواى شرق د شاعر او د پامير ځوانانو له ټولنيزې ټولنې څخه په ستاينې سره، وويل: شغنانيان پر دې سربېره چې شاعران دي؛ د فرهنګ، پوهې او هنر خاوندان هم دي.
شېواى شرق زياته کړه: د "داغ لاله" کتاب د پاملرنې وړ شعرونه، د تېر او ننني ادبياتو استازيتوب کوي.
هغه څرګنده کړه: زموږ فرهنګ په څنډه کې دى او فرهنګ ته کوم کار نه دى شوى. نه د خط او غالۍ موزيم لرو او له هنر او سينما څخه درک په افغانستان کې مړ شوى دى.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين سږکال په بدخشان کې د لومړني عامه کتابتون د جوړولو ژمنه وکړه، خو د پامير ځوانانو ټولنې له غړيو څخه يې وغوښتل چې د نشه يي توکو پرخلاف جدي مبارزه وکړي.
د غونډې په دوام استاد رحمت الله بېژن پور د "داغ لاله" کتاب په اړه وويل چې په دغه کتاب کې ادبي تنوع، زيات لفظي صنايع، فلسفه، د پيغمبر (ص) حديث او د الله (ج) ستاينه او هغه ښکلي شعرونه چې له معاصر شعر سره اړخ لګوي؛ ملموس دي.
په  غونده کې دغه راز احمد سعيدي د روشان په ستايلو سره، د دغه کتاب د چاپولو له امله د ادبياتو، هنرمندانو او د هنر مينه والو ټولنې ته مبارکي وويله او پاميريان يې د افغانستان وياړ وباله.
سعيدي وويل چې د بدخشان تاريخ بايد د فرهنګ او د شاعرانو په درناوي سره، هير نه شي او بدخشان د علم، پوهې او فرهنګ تاريخ جوړوونکى دى.
سېد امان الدين روشان د مشتاق علي شاه نويدي زوى د فارسي - دري ادبياتو له معاصرو شاعرانو څخه دى. هغه په ١٣٢٦ کال  په روشان کلي کې وزېږېد. هغه خپلې زده کړې په رحمت شغنان لېسه کې تر ١٢ ټولګي پورې بشپړې کړې او د بکلوريا په سويه يې سند ترلاسه کړى دى.
"داغ لاله" په ٢٨١ مخونو کې ليکل شوى دى.
کابل / د تلې١٧مه / باختر

تازه ترین اخبار

Wed, May 26 2021 3:38 PM
Background image

President Ghani Meets Leadership of MoIC

President Ashraf Ghani met with leadership of Ministry of Information and Culture at the Presidential Palace today.

During the meeting, leadership of the ministry shared their. . .

Wed, May 26 2021 3:24 PM
Background image

President Ghani Meets Miniature Girls Team, Encouraged Them

President Ashraf Ghani met miniature girls’ team who carry out miniature works in the historical places and encouraged them on Tuesday.

Presidential palace by releasing a statement. . .

Wed, May 19 2021 9:45 AM
Background image

All Afghans Responsible to Protect Historical Assets, Cultural Heritage: Minister Zuhair

Mohammad Tahir Zuhair, Acting Minister of Information and Culture, at the celebration of the International Museum Day on Tuesday said that historical honors and cultural heritage of the. . .

BACK TO NEWS