د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره بشپړه شوه
د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره نن د موظف کمېسيون په غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستر حقوقي سلاکار دلاور نذيرزوى په مشرۍ جوړه شوه، بشپړه شوه. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه د "باختر اطلاعاتي آژانس" د خپرونو، تخنيکي، مالي او اداري چارو د لا ښه تنظيمولو په موخه د دولتي ورځپاڼو د رييس فريد احمد فرهنګ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيزو چارو د سلاکار ډاکټرمحب الله ذاکري، د باختر اطلاعاتي آژانس د رييس نجيب الله شينواري او د رسنيو د تقنين څانګې د کارپوهې حماسې اندړ په غړيتوب يو کمېسيون موظف کړى و چې د باختر اطلاعاتي آژانس مقرره چې لومړنۍ طرحه يې د دغه وزارت ستر حقوقي سلاکار دلاور نذيرزوى تدوين کړې ده، بشپړه کړي. د کمېسيون غړيو په څو ناستو کې دغه طرحه وڅېړله او په نننۍ غونډه کې يې بشپړه کړه. دغه طرحه په پنځو فصلونو او اتلسو مادو کې برابره شوې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مقام له تاييد او د ماليې وزارت د موافقې له ترلاسه کولو وروسته، د تقنيني پړاوونو د بشپړولو په موخه عدليې وزارت ته استول کېږي.
کابل / د وږي ۲۶ مه / باختر