د توريزم د ملي بورډ طرزالعمل په قاعده کې تاييد او تصويب شو
د توريزم د ملي بورډ په غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوماند وزير او سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ جوړه شوه؛ د توريزم د ملي بورډ طرزالعمل په قاعده کې تاييد شو. د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى، مالي او اداري معينې پوهنيارې سېدې مژګان مصطفوي، د دغه وزارت د فرهنګ او هنر د معين پوهاند محمدر سول باوري او د يوشمېر وزارتونو د معينانو اود اړوندو بنسټونو د مسوولينو او استازو په ګډون جوړه شوه. د غونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په افغانستان کې د توريزم د سابقې او د هېواد په اقتصادي برخه کې د توريزم د رول په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې سياحت، سفر او ګرځندوى ښه عايداتي او اقتصادي صنعت دى چې نن له دې لارې کولاى شو زيات عوايد ترلاسه کړو. هغه زياته کړه چې د نړۍ د زياتو هېوادونو پانګه د ګرځندوى له لارې تامينېږي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې له ١٩٤٠لسيزې څخه تر ١٩٦٠ پورې په تېره بيا د ملت بابا د حکومت په دوران کې د هېواد ګرځندوى او اقتصاد ښه و او د داوود خان د جمهوريت تر سقوط پورې افغانستان لږ تر لږه په درېيو لسيزو کې په آسيا کې د ګرځندوى له مقاصدو څخه و. هغه زياته کړه: هغه وخت چې موږ د ګرځندوى جاذبې، ښکلا او ظرفيتونه لرل، ډېرو ګاونډيو هېوادونو دغه ظرفيتونه نه درلودل. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل چې په هېواد کې د ګرځندوى صنعت د ښه والي په موخه دغه وزارت جمهوري رياست ته وړانديز کړې و چې د ګرځندوى ملي بورډ جوړ شي او دا دې نن د دغه بورډ لومړنۍ غونډه ده. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د نړۍ پر تجربې او په تېرو درېيو لسيزو کې په تېره بيا د ملت د بابا په دوره کې د افغانستان د تجربې چې د ګرځندوى د جلبولو لپاره ځلانده دوره وه او په هېواد کې د ګرځندوى حالت د ښه والي لپاره د راتلونکو پروګرامونو چې د بورډ د غړو د نظريو غوښتنه ده؛ ټينګار وکړ. په دې غونډه کې د ګرځندوى د پاليسيو د طرحې او تدوين آمر حسين موج، د ګرځندوى د ملي بورډ د طرزالعمل په اړه چې په څلورو فصلونو او دولسو مادو کې چمتو شوى دى؛ معلومات ورکړل او د بورډ غړيو د دغه طرزالعمل د هرې مادې په اړه خپلې نظريې وړاندې کړې او دغه طرزالعمل يې په قاعده کې تاييد او تصويب کړ. دغه راز په غونډه کې ټينګار وشوچې د بورډ د يوشمېر غړيو په ګډون يوه تخنيکي کمېټه جوړه شي او ټول غړي يې د ګرځندوى د ملي پاليسۍ په اړه خپلې نظريې وړاندې کړي. د بهرنيو چارو وزارت دې د سيلانيانو لپاره د ويزې د آسانه کولو په برخه کې لازم پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي او د کورنيو چارو وزارت دې د امنيتي تدبيرونو په برخه کې هلې ځلې وکړي.
کابل / د وږي ٢٥مه / باختر