د مور د ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست وزیر محمد طاهر زهیر پيغام

moic_admin
Sat, Jun 13 2020 7:37 PM
مادر

زه د مور د ورځې په مناسبت د صميمانه مبارکيو مراتب د هېواد ځوريدلو او کړيدلو ميندو ته څرګندوم.

مور داسې جنتي هستي ده چې هېڅکله هم د ژوند ناخوالو د هغې د صبر او زغم کاسه ډکه نکړه او د ژوند خونړيو ټپونو و نه شواى کولاى د هغې مسکا چې خپلو بچيانو ته يې ډالۍ کوي؛ تالا ترغۍ کړي.

د افغانستان د ميندو زړونه درديدلي دي او په سترګو کې يې د ناوړه ژوند د کيسو او داستانونو نښې نښانې له واريه ښکاري، د هغه ژوند چې په کې د منطق پرځاى د ټوپک په ژبه خبرې کوي او د دې پرځاى چې يو بل سره وزغمي، د افغان مسلمانو ميندو بچيان د قهر او غوسې په اورکې سوځوي.

د هېواد د ميندو دردونه او کړاوونه ډير زيات دي، د هغې ورځې په هيله چې د توپونو او ماشينګڼو د ډزو غږ نور د هېواد د ميندو ستړى بدن ونه لړزوي.

درنو ميندو!

د ژوند د ناخوالو پر وړاندې ستاسو مقاومت، له جګړې څخه د خلاصې او د انساني ټولنې د جوړولو په لاره کې ستاسو رښتينې مبارزه ستاسو بچيانو ته د سرښندنو او متانت ستره مدرسه ده.

ستاسو د لوړ مقام پر وړاندې د يوه مور په پاکه لمنه کې د يوه روزل شوي په توګه د درناوي سر ټيټوو او د دغې بختورې ورځې له امله د هېواد ټولو ميندو ته مبارکي وايو.

د هېواد درنو ميندو ! ورځ مو مبارک شه !

د هغې ورځې په هيله چې د ماتم ټغر د تل لپاره له دغه هېواد څخه ټول شي .ش

تازه ترین اخبار

Sat, Jun 26 2021 8:44 AM
Background image

Cultural Room Opened at Afghan Embassy in Beijing

The Afghan Cultural Room was inaugurated at a special ceremony at the Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan in Beijing, the capital of People’s Republic of China the other day.. . .

Thu, Jun 24 2021 11:14 AM
Background image

Zuhair: Cultural Heritage Preservation Public Responsibility

The Acting Minister of Information and Culture, Mohammad Tahir Zuhair called on citizens across the country to work together to preserve cultural heritage, especially in insecure areas. . .

Tue, Jun 15 2021 12:51 PM
Background image

Prominent Afghan Journalist, Author Passes Away

Nabi Misdaq, founder and former head of the Pashto department at the BBC World Service, died of COVID-19 at the age of 77, sources confirmed. Nabi Misdaq recently served as President. . .

BACK TO NEWS