د کلتوري او هنري جايزو کانکور قضاوت پلاوي ناسته وکړه

wares_admin
Mon, Sep 18 2023 8:43 PM
....

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین عتیق الله عزیزي په مشرۍ د کلتوري او هنري جایزو د کانکور سیالۍ قضاوت پلاوي د پېژندنې ناسته تر سره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د خلکو د کلتور رئیس حافظ مولوي سیف الرحمن محمدي ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او ګډونوالو ته یې د کلتوري او هنري جایزو د کانکور سیالۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
محمدي صاحب د دغه کانکور په خاطر د نوماند شویو آثارو شمېر ۴۸۸ قلمه وښود چې یوازې د کابل ولایت څخه ۲۷۱ قلمه آثار نوماند شوي او پاتې ۲۱۷ قلمه آثار له نورو ولایتونو څخه رارسېدلي دي.
ورپسـې ښاغلي عزیزي خبرې وکړې او ویې ویل: د خلکو د کلتور ریاست د کارکوونکو کړنې د تقدیر او ستاینې وړ دي چې په خپلو هلو ځلو سره یې تېر کال هم د هېواد په کچه دغه سیالي جوړه کړې وه. اوس یې بیا په دې لاره کې هڅې روانې دي.
ورپسې یاد قضاوت پلاوي د غونډې ګډونوالو ته ور وپېژندل شول.
د یادونې وړ ده چې یاد قضاوت پلاوي په مختلفو کلتوري او هنري برخو کې یوویشت کسه غړي لري، چې ټول یې په خپلو برخو کې د لوړو علمي رتبو او آثارو درلودونکي دي.

 ۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۶ هـ ش

تازه ترین اخبار

Sat, Sep 23 2023 12:21 PM
Background image

In Kandahar, Naatiya Mushaira was held in the “Manqbat of the Holy Prophet (PBUH)”

 

In the Information and Culture Department of Kandahar Province, a wonderful Naatiya Mushaira was held in honor of the Prophet, (peace and blessings be upon him). In this particular. . .

Sat, Sep 23 2023 12:16 PM
Background image

The Results of the Examination Taken from the Emirate's Identity Book have been announced in Paktia

 

On Thursday, the results of the exam taken from the Emirate Identity Book of teachers were announced by the Department of Education in the meeting hall of the Department of. . .

BACK TO NEWS