د کندهار اطلاعات او کلتور ریاست د ښوونيزو مرکزونو د ۱۰۰ عمومي اول نمره ګانو ستاینغونډه تر سره کړه

wali_admin
Tue, Mar 21 2023 11:16 AM
AFG

 

تېره ورځ د کندهار ولایت د اطلاعات او کلتور رياست کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو، انسټیټوټونو او ښوونځیو د ۱۰۰ عمومي اول نمره ګانو د ستاینې او هڅونې په موخه ستاینغونډه جوړه شوه، چې پکې د کندهار ولایت مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک، د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي نوراحمد سعید، مرستیال یې ملا شمس الله صمیم، د کندهار پوهنتنون رئیس مولوي محمد اکرم شاه عاصم، د پوهنې رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي، د خصوصي او دولتي ښوونځیو، پوهنتونونو او انسټیټوټونو رئیسانو، استادانو او زده کوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي نور احمد سعید وویل، چې د ا.ا.ا. اصلي هدف د هېواد آبادي، پرمختګ، د ظالمانو او ټوپک سالرانو څخه د ولس ساتل، د خارجي یرغلګرو پر وړاندې مبارزه او په هېواد کې د اسلامي نظام ټينګول دي.
ښاغلي سعید ځوانان وهڅول، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، دوامداره مطالعه وکړي او خپل ارزښتناکه وخت بې ځایه تېر نه کړي؛ ډاډ یې ورکړ، چې استعدادونه به ستايل کيږي او د وطن جوړونې په برخه کې به کار ورڅخه اخيستل کيږي.
ورپسې مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک د افغانستان د باشهامته ولس پر مېړانه خبرې وکړې او ځوانان یې وهڅول، چې د فکري جګړې تر اغېز لاندې رانه شي.
همدا راز د کندهار پوهنتون رئيس وویل، چې موږ په اسلامي فکر سمبال او د عصري علم ځوانان لرو، چې په نړۍ کي یې ساری نشته، هغه له ځوانانو او زده کوونکو وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
ورپسې د پوهنې رئیس ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې کاري زمینه درته برابرو او د زده کړو په برخه کې به ډېري آسانتیاوې درته برابرې کړو.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د غونډې ارزیابي استاد حیات الله رفیقي وکړه، ښاغلي رفیقي یاده غونډه ګټوره وبلل او د اطلاعات او کلتور ریاست دا او نور نوښتونه یې د کندهار او ټولنې له پاره خورا مهم او ګټور وبلل او د ښوونيزو مرکزونو عمومي اول نمره ګانو ته یې ستاینلیکونه ورکړل.

۱۴۴۴/۸/۲۷ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۹ هـ ش
 

تازه ترین اخبار

Sat, Sep 23 2023 12:21 PM
Background image

In Kandahar, Naatiya Mushaira was held in the “Manqbat of the Holy Prophet (PBUH)”

 

In the Information and Culture Department of Kandahar Province, a wonderful Naatiya Mushaira was held in honor of the Prophet, (peace and blessings be upon him). In this particular. . .

Sat, Sep 23 2023 12:16 PM
Background image

The Results of the Examination Taken from the Emirate's Identity Book have been announced in Paktia

 

On Thursday, the results of the exam taken from the Emirate Identity Book of teachers were announced by the Department of Education in the meeting hall of the Department of. . .

BACK TO NEWS