نيمروز کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

wali_admin
Thu, Mar 16 2023 12:58 PM
ششب

 

تېره ورځ نيمروز ولايت کې د حکومت او رسنيو تر منځ د همغږۍ غونډه د همدې  ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله الهام په مشرۍ،ږ د نظامي اداراتو وياندویانو، د محلي رسنيو مسؤلينو او خبریالانو  په شتون کې د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رئيس مفتي حبيب‌الله "الهام" ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د يادې غونډې موخه له رسنيو سره د حکومتي مسٶلينو ترمنځ همغږي او د هغوى د ستونزو اورېدل یاد کړل.
ښاغلي الهام د رسنیو مسؤلین او خبريالان د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره په کاري او نشراتي بهیر کې مسلکيتوب ته وهڅول.
د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس د رسنیو له مسٶلينو او خبریالانو سره د هر اړخیزو همکاریو او همغږيو ژمنه وکړه.
په نيمروز کې د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې مسٶل عبدالغفار عزيزي د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رياست څخه د رسنيو سره د همکارۍ او همغږۍ په موخه مننه وکړه او ورته غونډې یې مهمې وګڼلې.

د غونډې پای کې د يو شمېر خبريالانو له لورې پوښتنې او وړانديزونه شريک شول، چې د مسؤلینو لخوا ځوابونه ورکړل شول او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
۱۴۴۴/۸/۲۳ هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۲۵ هـ ش

تازه ترین اخبار

Tue, Mar 21 2023 9:36 AM
Background image

A coordination meeting between the government and the media was held in Samangan Province 


 
Yesterday, a coordination meeting was held in the Department of Information and Culture in Samangan province to solve the problems of the government and the media and journalists.
 . . .

Tue, Mar 21 2023 9:30 AM
Background image

Coordination Meeting between the Government and the Media was held in Bamiyan


 
Today, Monday, March 20, 2023, a coordination meeting between the government and the media was held by the Journalists' Protection Committee in the meeting hall of the Information. . .

Tue, Mar 21 2023 9:29 AM
Background image

The Laghman Department of Information and Culture Conducted an Intellectual training Competition Exam

 

Today, Monday, the General Management of Youth Affairs of Laghman Department of Information and Culture organized a competition under the title of intellectual training in which 76. . .

BACK TO NEWS