ذبیح الله مجاهد بهرینو هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوو د سفرونه پایلې له رسنیو سره شریکې کړې

farzad_moicgovaf
Sat, Oct 30 2021 10:26 AM
ذبیح الله مجاهد بهرینو هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوو د سفرونه پایلې له رسنیو سره شریکې کړې

د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت سرپرست ذبیح الله مجاهد نن په هغه خبري کنفرانس چې د افغانستان اسلامي امارت د رسینو په مرکز کې جوړ شوی و، یوشمېر بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوو د سفرونه پایلې له رسنیو سره شریکې کړې.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دغه خبري کنفرانس کې ذبیح الله مجاهد وویل چې د افغانستان اسلامي امارت مسوولین شپه او ورځ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره په اړیکه کې دي چې د اسلامي امارت او د نړۍ هېوادونو ترمنځ د اعتماد او باور فضا رامنځته کړي.
مجاهد زیاته کړه چې له څو استثنايي مواردو پرته په ټول هېواد کې امنیت تامین شوی دی او د اسلامي امارت اړوند ارګانونه د امنیت د لا ټینګښت او اقتصادي ودې په خاطر کار او هڅې کوي.
هغه څرګنده کړه چې په تېرو ۲۰ ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت پلاوو ایران، قطر ازبکستان، مسکو او نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل چې ښې پایلې او لاسته راوړنې يې لرلې.
مجاهد څرګنده کړه چې له ایران لوري سره د افغانانو د تګ راتګ، ترانزیتي مسئلو او زیاتو تعاملاتو په اړه خبرې وشوې چې یاد هېواد د همکارۍ ژمنه وکړه. دغه راز د افغانستان اسلامي امارت پلاوي دوست هېواد قطر ته سفر وکړ چې له افغانستان سره د دغه هېواد مرستې، همکارۍ او اړیکې ډېرې مهمې دي.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ ازبکستان ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي په سفر کې له دغه لوري سره د سرحدي امنیت، د ګمرکي تعرفو د کمښت او د ترانزیت په برخه کې سوداګرو ته د زیاتو آسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وشوې او دغه سفر ښې لاسته راوړنې درلودې، دغه راز ازبکستان ژمنه کړې ده چې د برېښنا لګښت یوڅه پور به معاف کړي او د پاتې پور د ورکولو موده به وغځوي او د اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه چې هېواد ته ډېر اقتصادي ارزښت لري، د همکارۍ ژمنه وکړه.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند همدارنګه مسکو ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي سفر ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د مسکو په فارمټ غونډه کې د درېو مهمو مسئلو یادونه وشوه: د افغانستان د اوسني امنیت ساتنه، د افغانستان د خلکو د کنګل شویو پیسو آزادېدل او د افغانستان د نوي نظام ملاتړ او له نورو هېوادونو سره د اړېکو ټینګښت.
هغه څرګنده کړه چې له پاکستان سره د افغانانو د تګ راتګ په خاطر د دروازو خلاصېدل او ترانزیتي مسئلې شریکې شوې دي چې دغه ستونزې تر یوه بریده حل شوې دي او نورې به يې ډېر ژر حل شي.
مجاهد په قطر کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د اسلامي امارت د پلاوي د کتنې پایلې مثبت وبللې او څرګنده یې کړه چې دغه هېواد د افغانستان د وچو میوو په صادراتو کې له افغانستان سره همکاري کوي.
ذبیح الله مجاهد په قطر کې د امریکا په ګډون د ۱۴ اروپايي هېوادونو له سفیرانو سره اسلامي امارت د پلاوي غونډه یوه مهمه سیاسي غونډه یاده کړه او ویې ویل چې په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت په سیاسي برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې هغوی د همکارۍ او تعامل ژمنه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت سرپرست د ټاپي پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د دغې مهمې پروژې کار په ډېر ژر پیل شي او د نورو اقتصادي ښيګڼو ترڅنګ به ۱۲ زره کسانو ته په دوامدار ډول د کار زمینه برابره شي.
د کنفرانس په پای کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند د ژورنالیستانو پوښتې ځواب کړې او په کابل کې له لوږې د يو شمېر ماشومانو د مړينې په اړه د خپروشويو رپوټونو په اړه د باختر آژانس خبريال د پوښتنې په ځواب کې يې دغه رپوټونه په کلکه رد کړل او هغه يې بې اساسه وبلل.

کابل/ د لړم ۸ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

Wed, Jan 19 2022 12:15 PM
Background image

IEA’S PM: It’s Time for the World to Recognize IEA’s Officially

IEA’S acting Prime Minister, Mullah Mohammad Hassan Akhund, called for international governments to officially recognize IEA’S administration, Says at Kabul first Economic Conference at. . .

Sun, Jan 16 2022 10:08 AM
Background image

Acting MoIC Meet Qatari Ambassador

Acting MoIC, Mullah Khairullah Khairkhwah met Qatari ambassador to Kabul here in his office yesterday.

Both sides discussed various issues and emphasized on bilateral relations.

Kabul. . .

Mon, Dec 20 2021 10:41 AM
Background image

Speech by Afghan Foreign Minister Mawlawi Amir Khan Muttaqi at OIC Foreign Ministers Meeting in Islamabad

الحمد لله والصلاة السلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله واصحابه اجمعین.
اما بعد:
((وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا)) صدق الله العظيم

Mr. Hussain Ibrahim Taha the. . .

BACK TO NEWS