ذبيح الله مجاهد: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رييسان او کارکوونکي دې د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي

Anonymous (not verified)
Wed, Aug 18 2021 10:31 AM
ذبيح الله مجاهد: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رييسان او کارکوونکي دې د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي

د افغانستان د اسلامي امارت وياند او د فرهنګي چارو د کمېسيون رييس ذبيح الله مجاهد نن په يوه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو او کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د پخوا په شان خپلو کارونو ته په صادقانه ډول خلکو ته د خدمت په خاطر دوام ورکړي.

 د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي، اداري او ګرځندوى معين عبدالبشير حکيمي هم حاضر و، مجاهد څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولين او کارکوونکي دې د پخوا په شان خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

هغه څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په فرهنګي او اطلاعاتي برخو کې ځانګړي مسووليتونه لري او هر راز بدلونونه چې رامنځته کېږي، د هېواد فرهنګي ارزښتونه بايد خوندي وساتل شي.

مجاهد تاريحي ودانۍ، لرغوني آثار، موزيمونه او ملي آرشيف د هېواد تاريخي پانګې وبللې او د دغو شتمنيو ساتنه د ټولو خلکو په تېره بيا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسووليت وباله.

هغه د يو ښه نظام د جوړولو په خاطر د افغانستان د اسلامي امارت د هلوځلو ډاډ ورکړ او ويې ويل: د هېواد ټول خلک له هر قوم او قبيلې څخه چې دي، مسلمانان دي  او ټول بايد خلکو، هېواد او ملي ګټو ته د خدمت جوګه شي او خدمت وکړي.

ذبيح الله مجاهد دغه راز څرګنده کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو برخو د مسوولينو او کارکوونکو غوښتنې او وړانديزونه څېړل کېږي او حقوق به یې هم ورکړل شي.

کابل/ د زمري ٢٧ مه/ باختر   

تازه ترین اخبار

Sat, Mar 23 2024 4:29 PM
Background image

An Educational Seminar for Journalists Started in Ghazni Province

Saturday (23 of March, 2024), a seven-day training seminar for journalists was started in Ghazni Province by a private media in the Al-Biruni Public Library of the Department of. . .

Sat, Mar 23 2024 10:35 AM
Background image

A Spring Poetry Festival (Mushaira) was held in Kunar Province by the Department of Information and Culture

On Friday (22 of March, 2024), the Department of Information and Culture held a Spring Poetry Festival (Mushaira) in Kunar province.
Kunar province’s poets, writers, culture lovers, the. . .

Wed, Mar 20 2024 1:27 PM
Background image

The Director of Information and Culture of Herat Province met with the Officials of Jami University

On Tuesday (19th of March, 2024), Director of Information and Culture of Herat province Maulvi Ahmadullah Muttaqi said during a meeting with the officials of Jami University: "Education. . .

BACK TO NEWS