په بیجینګ کې د افغانستان په سفارت کې فرهنګي خونه پرانیستل شوه
د چین په پلازمېنه بیجینګ کې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت په سفارت کې وړمه ورځ د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان فرهنګي خونه پرانیستل شوه.
د فرهنګي خونې د پرانیستو په مراسمو کې په چین د افغانستان لوی سفیر جاوېد قایم او د سفارت نورو کارکوونکیو، د چین لوړپوړیو حکومتي چارواکیو، د شانګهای همکاریو سازمان سکرتر جنرال ولادیمیر نوروف، په چین کې مېشتو یو شمېر بهرنیو سفیرانو او نورو ديپلوماتانو او همدارنګه افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهیر دغو مراسمو ته په استولي پیغام کې د افغانستان د فرهنګي خونې پرانیستل، د هېواد د فرهنګ د معرفي کولو لپاره یو غوره نوښت او اقدام بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې دا خونه به د افغانستان د بډای فرهنګ په ښه معرفی کولو کې او دغه راز د افغانستان او چین د کلتوري اړیکو په لا نږدې کولو او پراخولو کې رغند نقش ولوبوي.
په بیجینګ کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم هم په دغو مراسمو کې وینا وکړه او د فرهنګي خونې د اړتیا، ارزښت، نقش او منځپانګې په اړه یې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
جاوېد قایم باختر آژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل: له بده مرغه، د نورو هېوادونو په څېر په چین کې هم د افغانستان په اړه ذهنیت او تصور د جګړې او نورو ناخوالو ذهنیت او تصور دی. موږ وپتییله چې دا منفي ذهنیت او تصور واړوو او د چین خلکو ته د افغانستان اصیل او رښتینی کلتور، د بودایي پېر په ګډون د افغانستان ستر فرهنګي میراث او آثار، وروپېژنو؛ نو ځکه مو پرېکړه وکړه چې دا فرهنګي خونه جوړه کړو.
سفیر زیاته کړه چې په دې فرهنګي خونه کې د افغانستان او چین ترمنځ تاریخي اړیکو ته ځانګړې پاملرنه شوېده او هغه اسناد او عکسونه ننداري ته اېښودل شوي دي چې د دغو تاریخي اړیکو ښکارندويي کوي. د بېلګې په توګه احمدشاه بابا د چین د هغه مهال واکمن ته د دوستۍ د ښه نیت په موخه آسونه د ډالۍ په توګه استولي وو. د دواړو هېوادونو د اړیکو تاریخي بهیر د عکسونو په بڼه نندارې ته اېښودل شوی دی. همدارنګه د افغانانو د تاریخي مبارزو او کارنامو عکسونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
د خونې یوه برخه د افغانستان مشهورو لیکوالو، شاعرانو، پوهانو او نورو سترو شخصیتونو او د هغوی آثارو ته ځانګړې شوېده. همدارنګه یو شمېر تابلوګانې هم شته چې د افغانستان د نقاشۍ هنر ښکارندویي کوي. دغه راز د افغانستان قیمتي کاڼي لکه لاجورد او رخام هم نندارې ته اېښودل شوي دي. د افغانستان د ملي جامو او نورو لاسي صنایعو برخه هم ډېره زړه راښکونکې ده. د خونې په یوه برخه کې یوه کوچنۍ سینما هم په پام کې نیول شوېده چې هلته به د افغانستان په اړه فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.
جاوېد قایم زیاته کړه چې دا خونه به تل پرانیستې وي او ډېر تمرکز به پر دې وي چې د یو منظم مهالوېش له مخې د چین د بېلابېلو پوهنتونو محصلین، د ښوونځیو زده کوونکي او نور راوغوښتل شي چې دا فرهنګي خونه وګوري او د افغانستان له کتلور سره بلد شي. د سفیر په وینا د دغې خونې په جوړولو کې په چین کې مېشتو افغان سوداګرو هم مرسته کړېده او یو شمېر آثار یې خونې ته ډالۍ کړي دي.
کابل/ د چنګاښ ۴ مه/ باختر
