محمد طاهر زهير د طالبانو پر وړاندې پر ملي تبليغاتي بسيج ټينګار وکړ

farzad_moicgovaf
Mon, Jun 21 2021 3:40 PM
محمد طاهر زهير د طالبانو پر وړاندې پر ملي تبليغاتي بسيج ټينګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د هېواد د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ له رييسانو سره په مجازي غونډه کې له هغوى وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې ملي تبليغاتي بسيج پيل کړي .

دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې يو شمېر رسنيو داسې خبرونه خپاره کړي چې ګنې څو ولسوالۍ د طالبانو لاسته لويدلي او ځينو کړيو د افغانستان د خلکو پر وړاندې د طالبانو په ګټه رواني جګړه پيل کړې ده.

خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي: د طالبانو عملونه درواغ دي  او دوى د خلکو او زموږ د دفاعي او امنيتي ځواکونو پر وړاندې درېدلى نه شي او د خلکو پر وړاندې يې تبليغاتي جګړې ته مخه کړې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ له رييسانو سره په خپلو خبرو کې دريو ټکو ته اشاره وکړه.

هغه وويل: په هېواد کې په  نويو امنيتي بدلونونو سره د اطلاعاتو او فرهنګ رييسان بايد فرهنګي ميراثونو او تاريخي ابداتو او د هغوی ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي  چې د افغانستان د خلکو دغه شتمنۍ په جګړو او ناامنيو کې زيان ونه ويني.

بله موضوع چې محمد طاهر زهير ورته اشاره وکړه د طالبانو لاس ته د څو ولسواليو سقوط دى.

هغه وويل: په دغو وروستيو کې طالبانو د ځينو مسوولینو له وظيفوي غفلت څخه په استفادې او يا هم د نه همغږۍ له امله توانيدلي  يو شمېر ولسواليو ته سقوط ورکړي، طالبان که فکر وکړي چې دوى کولاى شي افغانستان اويايمې  لسيزې ته ستون کړي، اشتباه کوي.

د جنايتکارو او خورو ورو ډلو فعاليتونه په هيڅ ډول دايمي  پاتې کېدو په  مانا نه شي تعبيريدلى، طالبان دومره پياوړي نه دي چې وکولاى شي کومه ولسوالي اداره کړي.

 

زهير زياته کړه چې طالبان د يوشمېر ولسواليو د مرکزونو په نيولو سره،  ودانۍ ويجاړوي، خلک په نښه کوي او نورې نادودې تر سره کوي- دا ټول د هغوی د ضعف نښي دي  او دوی پوهېږي چې واکمني يې لنډ مهاله ده.

زهير وويل: خلک بايد ډاډه واوسي چې له لاسه تللې ولسوالۍ به ډېر ژر بېرته د امنيتي ځواکونو لاسته ورشي.

هغه  خلکو ته زيرى ورکړ چې په راتلونکو  دريو يا څلورو ورځو کې به ډېر بدلونونه رامنځته شي.

بله موضوع چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ورته  اشاره وکړه  د رژيم او جمهوريت پر وړاندې د طالبانو له لوري د رواني جګړې پيل دى،  دې ډلې په موقت ډول د يوشمېر ولسواليو مرکزونو په نيولو سره  هلې ځلې کړي  دي چې تبليغاتي جګړې ته لاره هواره کړي.

هغه په تخار کې د طالبانو يو جنايت ته په اشارې سره وويل:  يو قومي مشرچې د امنيتي ځواکونو د تسليمېدو لپاره يې د دې ډلې منځګړيتوب  ونه مانه  طالبانو ترې د کورنۍ پر وړاندې  سترګې وايستلې.

زهير ټينګار وکړ چې خلک بايد د طالبانو پرجنايتونو خبر وي، رسنۍ بايد د دفاعي  ځواکونو د قربانيو په ستاينه او د طالبانو په غندنه کې خپل غږ لا اوچت کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دغه وزارت ولايتي رييسانو ته لارښوونه وکړه چې ملي تبليغاتي بسيج پيل کړي چې خلک په هېواد کې پر واقعيتونو  ښه خبر شي.

کابل/ د غبرګولي ٣١ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

Thu, Aug 12 2021 10:17 AM
Background image

Taliban Must Stop Violence, Intimidation and Harassment of Journalists: AJSC

The Taliban have committed acts of violence, intimidation and bullying against many journalists in the past two weeks something that Afghan Journalists Safety Committee strongly. . .

Mon, Jul 12 2021 5:07 PM
Background image

Wafayezada, AKDN Ambassador Discuss Cultural Cooperation

Minister of Information and Culture, Dr. Mohammad Qasim Wafayezada met with the Agha Khan Development Network (AKDN) ambassador for Afghanistan, Sheherazade Hirji at his office, Bakhtar. . .

Thu, Jul 08 2021 4:59 PM
Background image

Hakimi, Turkmen Ambassador Discuss Enhancing Tourism Cooperation

The Deputy Minister of Tourism, Admin and Finance of the Ministry of Information and Culture, Abdul Bashir Hakimi, met Khoja Ovezov, Ambassador of Turkmenistan to Kabul on Tuesday, and. . .

BACK TO NEWS