د هېواد د مشهور سندرغاړي عبدالله مقري پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ خبر شوم چې د هېواد مشهور سندرغاړي عبدالله مقري د ورپېښې ناروغۍ له امله نن د کابل ښار په یو روغتون کې خپل روح حق ته وسپاره.
عبدالله مقري په شپېتمو کلونو کې د موسیقۍ هنر ته مخه کړه او د ځانګړي استعداد او ذوق او همدارنګه نه ستومانېدونکو هڅو په برکت یې ډېر ژر شهرت او محبوبیت وموند. ده په خپلو سندرو کې د جګړه ځپلي افغانستان او افغانانو دردونه او کړاوونه بیانول او په هره وطني او حماسي سندره او ترانه کې یې له ولس او هېواد سره مینې انګازې کولې.
د عبدالله مقري مړینه د هېواد د موسیقۍ په ډګر کې یوه ستره ضایعه ده. زه د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد مقري ته فردوس جنت، د ده کورنۍ، خپلوانو او د هېواد ټولو هنرمندانو او سندرغاړو ته د صبر او زغم هیله کوم.
کابل/ د غبرګولي ۳۰ مه/ باختر
