هارون حکیمي په سپین بولدک کې له فرهنګي مرکز او عامه کتابتون څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ معين هارون حکيمي، قندهار ته په خپل سفر کې په سپين بولدک ولسوالۍ کې له فرهنګي مرکز او عامه کتابتون څخه ليدنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي آبداتو، لرغونپېژندنې او د پلان او پالیسۍ ریيسان، د دغه وزارت فرهنګي سلاکار، د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حکمت الله افغان، د سپين بولدک ولسوال او د دغې ولسوالۍ يو شمېر نور مسوولين، شاعران او فرهنګيان هم حاضر وو.
د هنر او فرهنګ معين په سپين بولدک ولسوالۍ کي روان فرهنګي کارونه ګټور او اغېزمن وبلل او د دوام هیله یې وکړه.
حکیمي له ځوانانو څخه وغوښتل چې په فرهنګي مرکز کې دې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي، پروګرامونه ترسره او وخت پر وخت دې مشاعرې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په سپین بولدک ولسوالۍ سربېره، د دغه ولایت په يوشمېر نورو ولسواليو کې هم فرهنګي مرکزونه او عامه کتابتونونه جوړ کړي دي.
کابل/ د غبرګولي ٢۶ مه/ باختر
