محمد طاهر زهير په هرات کې هنري او فرهنګي نندارتون پرانيست

farzad_moicgovaf
Thu, Apr 08 2021 11:56 AM
محمد طاهر زهير په هرات کې هنري او فرهنګي نندارتون پرانيست

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د کتاب، د ميناتورۍ د آثارو او د لاسي صنايعو نندارتون د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګړ کې پرانيست.
دغه نندارتون د اميرعلي شېرنوايي د زيږېدو د۵٨٠ مې کاليزې او د اميرعلي شېرنوايي افکارو ته د نوې کتنې نړيوال سيمنار د جوړېدو په مناسبت د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په انګر کې جوړ شوى دى.
په دغه نندارتون کې په بېلابېلو عنوانونو په تېره بيا د هرات د تاريخ په اړه کتابونه، د ميناتورۍ آثار او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوې دي.
محمد طاهر زهير د هرات له اطلاعاتو او فرهنګ رياست څخه د دغه نندارتون د جوړولو په خاطر مننه وکړه او نندارې ته وړاندې شوي آثار يې د دغه ولايت د هنرپالو هنرمندانو، ليکوالو او صنعتکارانو د هنر او لوړ کار سمبول وباله.
دغه نندارتون يوه اوونۍ د مينه والو پرمخ پرانيستی دى.
کابل/ د وري ۱۹ مه/ باختر

Latest news

Thu, Apr 01 2021 3:49 PM
Background image

Historic Monuments, Cultural Heritages Should be Protected & Preserved, MoIC

Acting minister of information and culture Mohammad Tahir Zuhair in a meeting attended by provincial directors of information and culture stressed that the country’s historic monuments. . .

Sun, Mar 28 2021 3:41 PM
Background image

Development in Society Depends on Culture and Art: Minister Zuhair

The Acting Minister of Information and Culture, Mohammad Tahir Zuhair said that development of the society depended to development of culture and art, Bakhtar News Agency reported. . .

Sat, Mar 27 2021 10:59 AM
Background image

Endangered Cultural Heritages, Historic Monuments Need to be Protected, Minister

Acting Minister of Information and Culture Mohammad Tahir Zuhair in a meeting held the other day praised officials of the International Alliance for the Protection of Heritage in. . .

BACK TO NEWS