د اميرعلي شېرنوايي د نړيوال سمينار برخه والو د امير علي شېرنوايي او د ګوهرشاد بيګم پر مقبرو د ګلانو ګېډي کېښودې

farzad_moicgovaf
Wed, Apr 07 2021 1:51 PM
د اميرعلي شېرنوايي د نړيوال سمينار برخه والو د امير علي شېرنوايي او د ګوهرشاد بيګم پر مقبرو د ګلانو ګېډي کېښودې

د امير علي شېر نوايي د افکارو د بيا کتنې د نړيوال سمينار ګډون کوونکو نن په هرات ښار کې د اميرعلي شېرنوايي او د ګوهرشاد بيګم پرمقبرو د ګلانود ګېدى کېښودې.
له هرات ښار څخه باختر اژانس د خبريال خبرېراکړ؛ د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهير او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس د دفتر رييس شاکرکارګر د کابينې او د ملي شورا يوشمېر غړو، د جمهور رييس سلاکارانو، د افغانستان لپاره د ازبکستان د جمهور رييس ځانګړى استازى ، په کابل کې د ازبکستان سفير ، د ازبکستان او اذربايجان د پوهنتونونو يوشمېر استادانو او د اميرعلي شېرنوايي د افکارو د بيا کتنې د نړيوال سمينار نورو برخه والو د دغه سمينار د لومړى برخې د کار له پاى ته رسېدو وروسته په هرات ښار کې د اميرعلي شېرنوايي او د ګوهر شاد بيګم مقبرو ته لاړل او د هغوى په مقبرو د ګلانو د ګېديو د ايښودلو وروسته د دغو دوو شخصيتونو روح ته يې دعا وکړل .
د اميرعلي شېرنوايي د افکارو د بيا کتنې نړيوال سمينار نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني د تصويري وينا په خپرولو سره په هرات کې پيل شو.
د دغه سمينار کار دوه ورځې نور هم دوام کوي.
کابل/ د وري ١٨ مه/ باختر

Latest news

Thu, Apr 01 2021 3:49 PM
Background image

Historic Monuments, Cultural Heritages Should be Protected & Preserved, MoIC

Acting minister of information and culture Mohammad Tahir Zuhair in a meeting attended by provincial directors of information and culture stressed that the country’s historic monuments. . .

Sun, Mar 28 2021 3:41 PM
Background image

Development in Society Depends on Culture and Art: Minister Zuhair

The Acting Minister of Information and Culture, Mohammad Tahir Zuhair said that development of the society depended to development of culture and art, Bakhtar News Agency reported. . .

Sat, Mar 27 2021 10:59 AM
Background image

Endangered Cultural Heritages, Historic Monuments Need to be Protected, Minister

Acting Minister of Information and Culture Mohammad Tahir Zuhair in a meeting held the other day praised officials of the International Alliance for the Protection of Heritage in. . .

BACK TO NEWS