د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوانان فارغ شول 

wasim_admin
Mon, Apr 13 2026 3:17 PM
..

د جوزجان اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ښوونیز مرکز له شپږ میاشتني پروګرام څخه  ۴۰۰ تنه ځوانان فارغ شول، چې د فراغت غونډه کې یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلینو ترڅنګ د جوزجان ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي او د ځایي امارتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور رئیس د دې مرکز لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: په تېرو څلورو کلونو کې څه باندې ۴۳۰۰ ځوانان له بېلابېلو تعلیمي څانګو څخه فارغ شوي او دا مهال د ټولنې په بېلابېلو برخو کې پر خدمت بوخت دي.
دغه راز د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي زده کړې د پرمختګ اساسي محور وباله او له ځوانانو څخه یې وغوښتل، چې د لا زیاتو هڅو او مهارتونو د زده کړې له لارې ټولنې ته پرمختګ ورکړي.
همدارنګه د ځایي امارتي ادارو مسؤلینو هم په خپلو خبرو کې زده کړې او د مهارتونو ترلاسه کول د ځوان نسل اساسي اړتیا وبلله او ځوانان یې له دې ډول پروګرامونو څخه د اعظمي ګټې اخیستنې ته وهڅول.

۱۴۴۷/۱۰/۲۶ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

BACK TO NEWS