محمد طاهر زهير: فرهنګي ميراثونه زموږ د ملي هويت ښکارندوی دي

farzad_moicgovaf
Wed, Mar 10 2021 1:32 PM
محمد طاهر زهير: فرهنګي ميراثونه زموږ د ملي هويت ښکارندوی دي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي چې فرهنګي ميراثونه د ملي هويت ښکارندوى دي او د ساتلو لپاره یې بايد هڅې وشي.
د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په هغې غونډه کې چې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پېړۍ د فرهنګي جنايت د غندنې تر نامه د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ورځې په مناسبت جوړه کړه، وويل: نن د بودا مجسمو د ويجاړولو ۲۰ مه کاليزه ده او د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس دغه ورځ د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ورځ نومولې ده چې هرکال نمانځل کېږي.
هغه وويل: ټولو ولايتونو ته لارښونه شوې ده چې دغه ورځ ونمانځي.
هغه زياته کړه: موږ نن د پېړۍ د يو ناتار يادونه کوو، له بده مرغه زموږ فرهنګي ميراثونه لوټ او ويجاړ شول، ویجاړ شوي او لوټ کړای شوي میراثونه په خپل ډول بې ساري وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه: موږ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زيات فرهنګي ميراثونه لرو.
محمد طاهر زهیر د چکري څلي، د ننګرهار هډې موزیم او د بامیانو د بودا مجسمو د ویجاړولو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دغه هېواد دښمنانو غوښتل او هلې ځلې یې وکړې چې د افغانستان ټول فرهنګي میراثونه له منځه یوسي.
زهیر د خپلو خبرو په پای کې د ټولو فرهنګي میراثونو پر سانتې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد ټول اوسېدونکي په فرهنګي ویاړونو کې ونډه لري.
هغه له خلکو څخه وغوښتل چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه کې هڅې وکړي.
زهیر زیاته کړه: موږ د هېواد په ګوټ ګوټ کې ملموس او غيرملموس فرهنګي ميراثونه لرو چې د لومړنۍ سروې له مخې، ۵۰۰۰ تاريخي آبدې لرو چې ۸۳۰ يې په هرات کې دي او ١٢٠٠ سمڅې او دغه راز درې تاریخي ښارونه په باميانو کې دي چې په تېرو شلو کلونو کې ٣٠٠ تاریخي آبدې ترميم شوې او بيارغول شوې دي.
په دې غونډه کې د يونسکو استازي فريد د افغانستان د فرهنګي ميراثونو پر ساتنې ټينګار وکړ او ويې ويل: يونسکو د فرهنګي ميراثونو د ترميم، بيارغاونې او ساتنې په برخو کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره همکاري کوي.
هغه وويل: د جګړو په سيمو کې فرهنګي ميراثونه بايد وساتل شي او د ويجاړېدو مخه يې ونيول شي.
مدني فعال مير احمد جوينده د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په اړوند خبرې وکړې او ویې ويل: يواځې طالبان د فرهنګي ميراثونو د ويجاړولو مسوول نه دي، نورې ډلې هم شته او د ملي موزيم ۷۰ سلنه آثار د بودا مجسمو له ويجاړولو مخکې، لوټ او قاچاق شوي دي.
هغه د طالبانو له خوا د باميانو د بودا مجسمو او د چکړي څلي ويجاړول يو ستر جنايت وباله.
د دغې غونډې دویمه برخه د فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه تخصصي بحث ته ځانګړې شوه چې په کې فرهنګیانو او پوهانو د فرهنګي میراثونو د ساتنې د بېلابېلو اړخونو په اړوند خبرې وکړې.
د غونډې په پاى کې په ۲۰ مادو کې يو پريکړه ليک ولوستل شو چې په کې ويل شوي دي: د دې اړتيا ده د هېواد ټول فرهنګي ميراثونه د افغانستان د خلکو د ګډ ملکيت په توګه د اړوندو ادارو له خوا وپېژندل شي، تثبيت، تحقیق، مدیرت او وساتل شي او د لرغونو آثارو د زياتې پېژندنې په خاطر د علومو اکاډمۍ، پوهنتونونه، تحقيقي بنسټونه او مدني ټولنه، د فرهنګي ميراثونو د پېژندنې، سروې، کشف، څېړنې او ساتنې په خاطر ونډه واخلي. د غيرمسوولانه کيندنو او د فرهنګي ميراثونو د قاچاقو مخه ونيول شي او عاملين دې عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شي.
غيرملموس فرهنګي ميراثونه چې د له منځه تلو په حالت کې دي، بايد د هغو لپاره د ساتنې پروګرامونه په پام کې ونيول شي.
د فرهنګي ميراثونو د قاچاقو او غيرقانوني کيندنو د مخينوي لپاره محافظتي قطعه پياوړې شي.
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم ریاست، د بودا مجسمو د ویجاړېدو لپاره لنډ فلم چمتو کړی و چې په غونډه کې نندارې ته وړاندې شو.
کابل/ د کب ۲۰ مه/ باختر

Latest news

Tue, May 04 2021 11:18 AM
Background image

132 Media Cases Addressed in Post-Taliban Era: Sharq

Addressing a press conference here on Monday in Kabul, the Deputy Minister of Publications for Ministry of Information and Culture, Abdul Manan Shiway Sharq said that 132 media related. . .

Tue, May 04 2021 11:15 AM
Background image

EU Seeks End to Violence Against Afghan Journalists

European Union mission in Afghanistan in a statement on World Press Freedom Day said that journalists should be protected and the campaign of violence against journalists and media. . .

Sat, May 01 2021 9:03 AM
Background image

33 Smuggled Historical Artifacts Handed Over to National Museum

Representative of the Ministry of Foreign Affairs handed over 33 smuggled historical artifacts to the National Museum of Afghanistan here during a ceremony on Thursday, Bakhtar. . .

BACK TO NEWS