د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ په بلخ کې ونمانځل شوه

farzad_moicgovaf
Wed, Mar 10 2021 12:07 PM
د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ په بلخ کې ونمانځل شوه

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نن په دغه ولايت کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ ونمانځله.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په مزارشريف ښار کې جوړه شوه؛ د بلخ د والي مرستيالې ربابې نايبي په داسې حال کې چې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست هلې ځلې وستايلې، افغانستان د ټولو ګډ کور او د هغه بډای فرهنګ د دغه هېواد د خلکو د وياړلې ژوندانه څرګندوی وباله .
ربابې وويل: په ټول هېواد کې تاريخي او فرهنګي آثار او آبدې شته چې د افغانستان د خلکو د بډاى او لرغوني فرهنګ ښکارندوی دي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي په خپله وينا کې وويل چې ۲۰ کاله مخکې افغانستان خپل يو فرهنګي او تاريخي شتمني يعنې د باميانو د بوډا مجسمې د طالبانو له خوا او د پرديو په اشاره له لاسه ورکړې.
کريمي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د بلخ د ارزښتناکو تاريخي شتمنيو پر ساتنې ژمن وباله او ويې ويل: ټاکل شوې ده د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نږدې راتلونکي کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي د پلار د خانقا، د افغانيه جومات د جوړولو او په دغه ولايت کې د تاريخي څلو او لرغونو ساحو د ترميم کار پيل کړي .
د يو بل خبر له مخې:
د فرهنګي ميراثونو د ساتنې ملي ورځ په زابل او پکتيا کې هم د يوشمېر دولتي مسوولينو او فرهنګيانو په ګډون ونمانځل شوه.

کابل / د کب ۲۰ مه / باختر

Latest news

Tue, May 04 2021 11:18 AM
Background image

132 Media Cases Addressed in Post-Taliban Era: Sharq

Addressing a press conference here on Monday in Kabul, the Deputy Minister of Publications for Ministry of Information and Culture, Abdul Manan Shiway Sharq said that 132 media related. . .

Tue, May 04 2021 11:15 AM
Background image

EU Seeks End to Violence Against Afghan Journalists

European Union mission in Afghanistan in a statement on World Press Freedom Day said that journalists should be protected and the campaign of violence against journalists and media. . .

Sat, May 01 2021 9:03 AM
Background image

33 Smuggled Historical Artifacts Handed Over to National Museum

Representative of the Ministry of Foreign Affairs handed over 33 smuggled historical artifacts to the National Museum of Afghanistan here during a ceremony on Thursday, Bakhtar. . .

BACK TO NEWS