محمد طاهر زهير: د باميانو دره په يونسکو کې د ثبت شوې فرهنګي منظرې په توګه بايد وساتل شي
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير په هغې غونډه کې چې نن په باميانو کې د بودا مجسمو د ويجاړولو د شلمې کاليزې په مناسبت جوړه شوه؛ ټينګار وکړ چې د باميانو دره چې په يونسکو سازمان کې د فرهنګي منظرې په توګه ثبته ده، بايد وساتل شي. د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د سيمه ييزې ادارې او مدني ټولنې د یوشمېر مسوولينو او د باميانو د فرهنګيانو په ګډون جوړه کړه؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. محمد طاهر زهير وويل: هغه ستر جنايت چې ۲۰ کاله وړاندې په باميانو کې رامنځته شو؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه د پېړۍ ستر فرهنګي جنايت يادوي او د غندنې په خاطر یې د هېواد په ټولو ولايتونو کې پروګرامونه جوړوي. هغه د بامیانو له سیمه ییزې ادارې وغوښتل چې د بودا مجسمو د ویجاړولو چې ستر جنګي جنایت شمېرل کېږي، د شلمې کالیزې په مناسبت اړین مستندونه برابر کړي چې بیا په یو مناسب فرصت کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د رییس په ملاتړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې دا موضوع له اړوندو نړیوالو بنسټونو سره مطرح شي او دغه جنګي جنایت وڅېړل شي او د افغانستان د نورو فرهنګي میراثونو د خوندیتوب زمینه برابره کړي. همدارنګه د دولت پر مخالفو ډلو اړین نړیوال فشار راوړل شي چې په وسله والو شخړو کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې او خوندیتوب درناوی وکړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د باميانو له سيمه یيزې ادارې څخه وغوښتل چې د هېواد د جمهور رييس د لارښوونې پر بنسټ، هغه بله ساحه چې د باميانو د پراختيا لپاره په پام کې نيول شوې ده، په هغې کې کار پيل شي او د باميانو فرهنګي منظره بايد وساتل شي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وويل: له يونسکو څخه غواړو چې د ١۴٠٠ لمريز کال د وري په ۱۰ مه د باميانو مجسمو د ټينګښت کار پيل کړي. همدارنګه په دې غونډه کې د باميانو والي سيد انور رحمتي او د دغه ولايت يوشمېر مسوولينو او فرهنګي شخصيتونو خبرې وکړې او په خپلو خبرو کې یې د بودا مجسمو ويجاړول یو تاريخي جنايت وباله. هغوى څرګنده کړه چې له څو کلونو راپدېخوا د غونډو په جوړولو سره، دغه ستر فرهنګي جنايت غندي. په همدې ترتيب ويناوالو د هېواد د فرهنګي ميراثونو په تېره بيا په باميانو کې د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په برخه کې د حکومت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رهبرۍ د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه. دغه راز په همدې مناسبت به علمي بحثونه، اعتراضي غونډې، د کتاب، انځورګرۍ او لاسي صنايعو نندارتونونه هم په باميانو کې جوړ شي.
کابل/ د کب ۱۹ مه/ باختر
