پنځه رسنيز شکايتونه وڅېړل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ نن د رسنيزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسيون غونده وکړه .
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې غونډۀ کې پنځه شکايتونه چې يوشمېر دولتي او غير دولتي بنسټونو کمېسيون ته استولې وو، وڅېړل شول.
دغه راز د کمېسيون غړو د شکايتونو له څېړنې وروسته د هر شکايت په اړه د کمېسيون د صلاحيتونو له مخې لازمې پريکړې وکړي.
په همدې ترتيب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کمېسيون د کاري بهير پر ګړندي کولو او د شکايتونو د څېړنې په وخت کې په زيات دقت ټينګار وکړ.
کابل/ دکب ١٨مه/ باختر
