محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام په تحقق کې هر اړخيزه همکاري کوي

farzad_moicgovaf
Sun, Mar 07 2021 1:49 PM
محمد طاهر زهير: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام په تحقق کې هر اړخيزه همکاري کوي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير نن د چاپېريال ساتنې ادارې له رييس شاه زمان ميوندي سره په رسمي کتنه کې د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام په تطبيق کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې شاه زمان ميوندي د نيالګيو د کېنولو ملي پروګرام په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې د چاپېريال ساتنې اداره د هېواد د جمهور رييس د حکم پر بنسټ د نورو اړوندو بنسټونو په همغږۍ، په پام کې لري په روان کال کې په ټول هېواد کې ٢۵ ميليونه نيالګي کېنوي.
ميوندي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د پوهاوي ورکولو، یوموټيوب او د ځوانانو او هنرمندانو د همکارۍ په برخو کې په دغه ملي پروګرام کې همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په دې کتنه کې د چاپېريال ساتنې له ادارې سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
بايد وويل شي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رييس د حکم له مخې، د کب ٢٠مه د نيالګيو د کېنولو ملي ورځ نومول شوې ده.
کابل/ د کب ۱۷ مه/ باختر

Latest news

Mon, May 10 2021 11:04 AM
Background image

MoIC to Develop Cultural Ties With Sri Lanka

The Ministry of Information and Culture will soon sign a Memorandum of Understanding (MoU) on cultural cooperation with Sri Lanka, Bakhtar News Agency (BNA) reported Sunday.

According. . .

Tue, May 04 2021 11:18 AM
Background image

132 Media Cases Addressed in Post-Taliban Era: Sharq

Addressing a press conference here on Monday in Kabul, the Deputy Minister of Publications for Ministry of Information and Culture, Abdul Manan Shiway Sharq said that 132 media related. . .

Tue, May 04 2021 11:15 AM
Background image

EU Seeks End to Violence Against Afghan Journalists

European Union mission in Afghanistan in a statement on World Press Freedom Day said that journalists should be protected and the campaign of violence against journalists and media. . .

BACK TO NEWS