د عناب ګل کلنۍ دوديزه مشاعره ترسره شوه

wasim_admin
Thu, Oct 23 2025 12:48 PM
...

فراه ولايت کې عناب ګل دودیزه کلنۍ مشاعره د یاد ولايت د والي ملا محمد حافظ مجاهد، د ملکي او نظامي ادارو د مسؤلينو، علماوو، لیکوالانو، شاعرانو، نعت ویوونکو، خبریالانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو په موجوديت کې ترسره شوه.
د مشاعرې په پيل کې ديني عالم مولوي محمد فاضل ابو طلحه شاعران، نعت ويونکي او اديبان په ټولنه کې دعوتګر، سمې لارې ته را بلونکي، د ځوان نسل فکري روزونکي، د جهادي مبارزې، علمي پرمختګ، عصري لاسته راوړنو برخوال وبلل او زياته يې کړه، چې دوی بايد په لنډ وخت کې اغېزمن بیتونه وړاندې او د کره کتنې حوصله ولري.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور رياست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وويل: د عناب ګل د کلنۍ، ملي او دوديزې مشاعرې دا نولسم کال دی، چې په پرلپسې توګه د سلګونو هېوادوالو په ګډون ترسره او د فراهي شاعرانو او ترنم کوونکو ترڅنګ د  هېواد بېلابېلو ولایتونو شاعران او ترنم کوونکي هم پکې ګډون کوي او په مشاعره کې د شاعرانو له لوري په ملي ژبو د ملي يووالي، ورورولۍ، پرمختګ او له نظام څخه د ملاتړ شعرونه واورول شول.
بل خوا د مشاعرې ګډونوال بيا په دې مشاعره کې په ګډون، ښه نظم او چمتوالي باندې خوښې څرګندوي او وايې؛ چې د مشاعرې ترسره کول د تنکيو ټوکيدلو شاعرانو او نعت ویونکو لا هڅونه، پرمختګ او د ادب بډايه کول دي، د ا.ا.ا په راتګ سره بشپړ امنيت راغلی او د مشاعرو ترسره کولو ته يې ځانګړې ښکلا او وياړ ور بخښلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د مشاعرې په ترڅ کې د سلګونو شاعرانو او نعت ويونکو د هېوادنۍ مينې، خپلواکۍ، له يرغلګرو سره د سپيڅلي مبارزې، له اسلامي نظام څخه د ملاتړ، ټولنيز سمون، يووالي او نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خپل چمتو کړي شعرونه، غزلونه او نعتونه واورول.

۱۴۴۷/۵/۱ هـ ق

تازه ترین اخبار

Tue, Jun 09 2026 2:28 PM
Background image

Consultative Meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held 

A consultative meeting of the Signage and Advertising Board Reform Commission was held under the chairmanship of Mr. Mohajer Farahi, Deputy Minister for Publications Affairs at the. . .

Mon, Jun 08 2026 1:43 PM
Background image

Book Evaluation Commission Holds Regular Meeting

On Monday, 22 Dhul-Hijjah 1447. The regular meeting of the Book Evaluation Commission, operating under the Deputy Ministry for Publications Affairs of the Ministry of Information and. . .

Mon, Jun 08 2026 12:11 PM
Background image

Top Participants Honored in Competition on Decree No. 17

The Department of Information and Culture of Kapisa Province, in collaboration with the Tanwir Intellectual and Cultural Organization, organized a competition among 1,000 students from. . .

BACK TO NEWS