د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له یو رییس سره د مخه ښې غونډه جوړه شوه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټولیزو رسنیو پر خپرونو د څار له رییس سید جعفر راستین سره د مخه ښې غونډه د دغه وزارت د مشرتابه پلاوي د غړیو، رییسانو او کارکوونکیو په ګډون نن د مطبوعاتو په نړیوال تالار کې جوړه شوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد طاهر زهیر په دې غونډه کې خبرې وکړې، د سید جعفر راستین کارونه یې وستایل او هغه ته یې د لا ډېرو بریاوو هیله وکړه.
د یادونې ده چې سید جعفر راستین د ماسترۍ د ترلاسه کولو لپاره د زده کړو په موخه په دغو وروستیو کې له خپلې دندې استعفا کړېده.
کابل/ د لړم ۲۶ مه / باختر