د شفيقې حبيبي د ژورنالیستيکي او ټولنيز ژوندليک کتاب "ام البلاغه" معرفي شو

farzad_moicgovaf
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۰:۲۰
د شفيقې حبيبي د ژورنالیستيکي او ټولنيز ژوندليک کتاب "ام البلاغه" معرفي شو

د هېواد د ملي راډيو-ټلويزيون د بريالۍ وياندې شفيقې حبيبي د نيمې پيړۍ فعاليتونه نن په يوه غونډه کې وستايل شول او د مېرمن شفيقې حبيبي د ژورنالیستیکي او ټولنيز ژوندليک کتاب "ام البلاغه" معرفي شو. د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ دغه غونډه د ځوانو ژورنالیست مشرانو بنسټ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو د نړيوال مرکز په تالار کې د يوشمېر دولتي مسوولينو، فرهنګيانو او ژورنالیستانو په ګډون جوړه کړه. په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزير او سرپرست محمد طاهر زهير څرګنده کړه چې دغه غونډه په حقيقت کې د استادې شفيقې حبيبي د نيمې پېړۍ زيار او هلوځلو په درناوي جوړه شوې ده. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه: د استادې حبيبي خاطرې، روايتونه، ژوند او سرګذشت چې د کتاب په چوکاټ کې ليکل شوي اوخپاره شوي دي؛ د فرهنګي ټولنې ټولو خبريالانو او هغو مېرمنو ته چې د خبريالۍ په څانګه کې د کار او فعاليت علاقمندي لري؛ مبارکي وايم. هغه زياته کړه: هيله لرم چې د شفيقې حبيبي کارونه ټولو ځوانو خبريالانو ته يو بريالى مثال وي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په افغانستان کې له دموکراسۍ لسيزې وروسته د رسنیز کار په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د افغانستان ستر ملي برياليتوب د بيان آزادي ده. هغه وويل: دغه برياليتوب د افغانستان حکومت، د خبريالانو ټولنې، د افغانستان خلکو او د هېواد ځوانانو ته ډېر مهم دى او ټول بايد د هغه ساتنې ته ژمن اوسو او ترڅنګ يې تل د قانون رعايتول، قانونمندي او متداوم اصلاحات چې د بشر د ژوندانه د بېلابېلو برخو د اړتيا يوه برخه ده او د بیان آزادي هم په کې راځي، پام واړوو. دغه راز د ځوانو ژورنالیست مشرانو بنسټ د رهبرۍ بورډ غړې بهشتې محمدي د "ام البلاغه" کتاب په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د استادې شفيقې حبيبي له بحرانه ډک ژوند او د هغې هلې ځلې په دغه کتاب کې انځور شوي دي او په رښتينې توګه کولاى شي خبريالانو په تېره بيا په افغانستان کې ښځينه خبريالانو ته يو قوي مثال وي. وروسته د افغانستان د خبريالانو د مصوونيت کمېټې اجرايي مسوول صديق الله توحيدي د شفيقې حبيبي د نيمې پېړۍ د کارونو او فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې شفيقې حبيبي په بېلابېلو شرايطو کې له سياسي بدلونونو سره خپل کار ته دوام ورکړی دى. توحيدي څرګنده کړه چې استادې شفيقې حبيبي يو وخت د افغانستان د راډيو-ټلويزيون له مشهورو ويندويانو څخه وه او د رسنیز کار په بېلابېلو برخو کې یې فعاليت کړى دى او د ښځينه خبريالانو د حقوقو په خاطر د عدالت غوښتنه کوي چې دا يو ستر برياليتوب دى. هغه زياته کړه چې د استادې حبيبي د کارونو او فعاليتونو بډای دوران هغو نجونو او مېرمنو ته چې په رسنیو کې کار کوي، بېلګه او الهام بخښونکي دى. دغه راز په دې غونډه کې شفيقې حبيبي په خپلو خبرو کې د مسوولينو او ميلمنو له ګډون او له هغو کسانو څخه چې د دې غونډې په جوړولو کې یې هڅې کړې دي؛ مننه وکړه او ويې ويل چې "ام البلاغه" کتاب د هغو کسانو لپاره د تجربو او لارښوونو يوه ټولګه ده چې ويندويي کوي. په همدې ترتيب د ځوانانو چارو معينيت سرپرست لايق شاه ځدراڼ په خپلو خبرو کې د مېرمن شفيقې حبيبي د رسنیزو کارونو قدرداني وکړه او ټينګار يې وکړ چې ځوان خبريالان دې د شفيقې حبيبي له تجربو څخه استفاده وکړي. وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د تنديس هغه لوحه چې د ځوانو ژورنالیست مشرانو بنسټ، د مېرمن شفيقې حبيبي د کارونو په قدردانۍ چمتو کړې وه؛ هغې ته ورکړه. د غونډې په پاى کې مسوولينو د ځوانو ژورنالیست مشرانو بنسټ يو شمېر غړو ته ستاينليکونه ورکړل.

کابل / د تلې ۱۹ مه / باختر

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۴:۳۲
Background image

معینان امور نشرات و جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ بر مزار احمدظاهر اکلیل گل گذاشتند

عبدالمنان شیوای شرق معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ، ادریس الکوزی معین امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ و شماری از رییسان این وزارت امروز در شهدای صالحین بر مزار احمدظاهر، هنرمند. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

پیام تاثر و غم‌شریکی محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ در پیوند به جان باختن دو کارمند افغان فلم

پیام تاثر و غم‌شریکی محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ در پیوند به جان باختن دو کارمند افغان فلم:
با اندوه فراوان دریافتم که طیبه موسوی و فاطمه محمدی دو کارمند تازه کار و جوان. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

دو کارمند افغان فلم در رویداد تروریستی جان باختند

افغان فلم تائید کرده است که دو کارمند آن موسسه در میان جان باختگان رویداد تروریستی دیروز در شهر کابل اند.
روز گذشته در پی دو انفجار در دو موتر بس شهری در نواحی ششم و سیزدهم شهر کابل هفت. . .

BACK TO NEWS