په بلخ کې د ځوانانو د مشورتي بورډ پر جوړولو ټینګار وشو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت سرپرست لایق شاه ځدراڼ بلخ ته د سفر په بهیر کې نن د دغه ولایت د ځوانانو د بنسټونو له مسوولينو سره په غونډه کې په ياد ولايت کې د ځوانانو د مشورتي بورډ پر جوړولو ټینګار وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د ځوانانو چارو معینیت د مصؤنیت او روزنې رییس فدا محمد فایض او د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مطیع الرحمان کریمي هم حاضر وو، د دغه ولایت د بېلابېلو بنسټونو له مسوولينو او د بېلابېلو ولسواليو له ځوانانو سره د دغه ولایت په ولسوالیو کې د ځوانانو د مشورتي بورډ، د ځوانانو په زده کړیز پارلمان کې د بدلونونو او د ځوانانو لپاره د شوراګانو د جوړولو په اړوند خبرې وشوې.
دغه راز د بلخ د ځوانانو د بنسټونو مسوولینو د دغه ولایت د ځوانانو یو لړ ستونزې هم د ځوانانو چارو معینیت له سرپرست سره شریکې کړې او د لرې کولو غوښتنه يې وکړه.
د ځوانانو چارو معینیت سرپرست لایق شاه ځدراڼ د بلخ د ځوانانو د ستونزو د لرې کولو په اړوند د ځوانانو چارو معینیت د امکان تر بریده د همکاریو ژمنه وکړه.
هغه وویل چې د ځوانانو چارو معینیت هوډمن دی چې د هېواد د ټولو ولایتونو د ځوانانو پر حالت خبر شي او د هېواد ټولو ځوانانو ته د د زده کړې او فعالیت فرصتونه برابر کړي.
کابل / د تلې١٧مه / باختر
