د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون د ناشنوايانو نړيواله اوونۍ او د سپينې امسا ورځ ونمانځله

farzad_moicgovaf
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۹:۲۰
د بشر د حقوقو خپلواک کمېسيون د ناشنوايانو نړيواله اوونۍ او د سپينې امسا ورځ ونمانځله

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزير او سرپرست محمد طاهر زهير نن د ناشنوايانو نړيوالې اوونۍ او د سپينې امسا د ورځې د نمانځنې په مراسمو کې خپل حق ته د معلوليت لرونکو کسانو پر لاسرسي او د زده کړې او کاري فرصتونو پر برابرولو ټينګار وکړ. د باختر اژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون په تالار کې جوړه شوه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د هېواد د قوانينو له نظره د معلوليت لرونکو کسانو په ګډون د ټولنې ټولو افرادو ته د يوشان حق او حقوقو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل چې د بشر حقوق په ټولو دموکراتيکو نظامونو کې يو بنسټيز او نه ماتيدونکى اصل دى او په افغانستان کې هم دغه حقوق تسجيل او ثبت شوي دي او په رسميت پېژندل شوي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام خپل حق ته د معلوليت لرونکو کسانو د لاسرسي او د زده کړې او شغلي فرصتونو پر برابرولو ټينګار وکړ او ويې ويل په هغو ټولنو کې چې په بحران کې ښکيلې دي، روحي او رواني ستونزې شتون لري او په افغانستان کې په لوړه کچه دى او دا هم د جګړو ، نا امنيو او د شخړو پايلې دي. محمد طاهر زهير څرګنده کړه چې د څلويښتو کلونو بحران او نا امنيو په بهير کې په افغانستان کې د بل هر ځاى په نسبت د جسمي، روحي او رواني معلوليت کچه زياته ده . د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون رييسې شهرزاد اکبر هم په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې دغه کمېسيون په دې باور دى چې برابر فرصتونه بايد د ټولو خلکو ته ورکړل شي. هغې زياته کړه دا د دولت دنده ده چې معلوليت لرونکو کسانو ته د زده کړې ، کار او د ټولو بشري حقوقو څخه د ګټې اخستنې په خاطر فرصتونه برابر کړي. دغه راز په دې غونډه کې د ناشنوايانو ټولنې مرستيال ننګيال په خپلو خبروکې د معلولينو مخې ته پرتې ستونزې او چلنجونه بيان کړل او ټينګار يې وکړ چې بايد معلولينوته د زده کړې تحصيل او کار فرصتونه برابر شي او دغه راز د اشارې ژبه په رسميت وپېژندل شي . وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون کميشنر هاشمي خدمتونو ته د لاسرسي د حق او د معلولينو د استخدام د څرنګوالي او دغه راز په دې برخه کې د دغه کمېسيون د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل. وروسته کابل ښاروال داود سلطانزوی معلوليت لرونکو کسانو ته د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه څرګندونې وکړې او ويې ويل په هغو ودانيو کې چې جوړېږي بايد معلولينو ته اسانتياوې په پام کې ونيول شي . هغه وويل موږ نه شو کولاى د ټولنې په دغه قشر سترګې پټې کړو او بايد هغوى ته لازمې اسانتياوې او مناسب فرصتونه برابر کړو. په همدې ترتيب د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت معينې جميلې نورستانۍ د خپلې اړوندې ادارې د پروګرامونو په باب معلومات ورکړل. دغه راز د افغانستان د بشر د حقوقو کميشنرې بنفشې يعقوبي د معلوليت لرونکو کسانو په تېره بيا حسي معلولانو د ملاتړ، پرمخت. او حقوقو په اړه د دغه کمېسيون د رول په باب خبرې وکړې.

کابل / دتلي ١٦مه / باختر

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۴:۳۲
Background image

معینان امور نشرات و جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ بر مزار احمدظاهر اکلیل گل گذاشتند

عبدالمنان شیوای شرق معین امور نشرات وزارت اطلاعات و فرهنگ، ادریس الکوزی معین امور جوانان وزارت اطلاعات و فرهنگ و شماری از رییسان این وزارت امروز در شهدای صالحین بر مزار احمدظاهر، هنرمند. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۲۵
Background image

پیام تاثر و غم‌شریکی محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ در پیوند به جان باختن دو کارمند افغان فلم

پیام تاثر و غم‌شریکی محمد طاهر زهیر سرپرست وزارت اطلاعات و فرهنگ در پیوند به جان باختن دو کارمند افغان فلم:
با اندوه فراوان دریافتم که طیبه موسوی و فاطمه محمدی دو کارمند تازه کار و جوان. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

دو کارمند افغان فلم در رویداد تروریستی جان باختند

افغان فلم تائید کرده است که دو کارمند آن موسسه در میان جان باختگان رویداد تروریستی دیروز در شهر کابل اند.
روز گذشته در پی دو انفجار در دو موتر بس شهری در نواحی ششم و سیزدهم شهر کابل هفت. . .

BACK TO NEWS