هلمند کې مياشتنۍ مشاعره ترسره شوه

wares_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۸:۲۵
…

چهارشنبه( ۷ د ذوالقعدې ۱۴۴۵) د هلمند ولايت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست میاشتنۍ مشاعره د یاد ریاست د غونډو په تالار کي ترسره شوه.

  یاده مشاعره کي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسؤلينو تر څنګ د مرکز لښکرګاه او يو شمېر ولسوالیو څخه راغلو شاعرانو، ترنم ويونکو او لیکوالانو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر مولوي شېرمحمد وحدت ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د شعر او شاعرۍ پر ارزښت خبري وکړې او ويې ويل: شاعري يو سپیڅلې هنر دی، چې په تيرو څلورو لسيزو کې يې د ولسونو په رابیدارولو او په پرهرونو د پټۍ لګولو کې مهم رول لوبولی دی، د اوسني اسلامي نظام په برياليتوب او ساتلو کي د شهيدانو د وينو او قربانيو ترڅنګ د شاعرانو او ترنم ويونکو هڅې هم د ستايلو وړ دي او دا يو روڼ حقيقت دی، چې هيڅ څوک ترې سترګي نشي پټولای.

د مشاعرې په ترڅ کې شاعرانو، ترنم ویونکو او نعت ويونکو خپل ترتیب شوي شعرونه، نظمونه او ترانې وړاندې کړې او د ګډونوالو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

د يادونې وړ ده چې د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنري فعاليتونو د تنظيم مديريت له لوري هره مياشت ورته مشاعرې ترسره کيږي.

۱۴۰۳/۲/۲۶ هـ ل
۲۰۲۴/۵/۱۵ میلادي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۵:۲۹
Background image

برگزاری مراسم تقدیر از فعالیت‌های تحلیل‌گران امور سیاسی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها

سه‌شنبه مورخ(۲۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷) وزارت اطلاعات و فرهنگ تحلیل‌گران امور سیاسی، خبرنگاران و مسوولان رسانه‌ها را جهت فعالیت‌های مؤثر و مفید آنان درقبال مسوولیت‌های شأن مورد تقدیر قرار. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۷
Background image

افتتاح نمایشگاه دو روزه کتاب و آثار هنری در فاریاب 

ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت فاریاب نمایشگاه دو روزه کتاب و آثار هنری را به مناسبت ماه مبارک رمضان در سالون کتاب‌خانه‌عامه ظهیرالدین فاریابی شهر میمنه برگزار کرد.
رییس اطلاعات و فرهنگ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۴
Background image

برگزاری نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتاب

دوشنبه مورخ(۲۰ رمضان ۱۴۴۷)نشست نوبتی کمیسیون ارزیابی کتبِ معینیت امور نشراتِ وزارت اطلاعات و فرهنگ به ریاست مهاجر فراهی معین امور نشرات  برگزار گردید.
در آغاز نشست، منشی کمیسیون گزارش. . .

BACK TO NEWS