عزیزي: د کابل بالاحصار به په لرغونې بڼه ورغول شي

Anonymous (not verified)
جمعه ۱۴۰۱/۱/۲۶ - ۱۳:۴۶
عزیزي: د کابل بالاحصار به په لرغونې بڼه ورغول شي

د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري چې د کابل بالاحصار په لرغونې بڼه ورغول شي.
د بالاحصار کلا په کابل ښار کې یوه لرغونې سیمه ده چې لرغونتوب یې پنځم قرن ته رسېږي.
د افغانستان د پاچا تیمور شاه په وخت کې د افغانستان پایتحت له قندهار څخه کابل ته انتقال شوی او د کابل په بالاحصار کې ځای پر ځای شوی او د عبدالرحمن خان تر سلطنت پورې پایتخت په بالاحصار کې و.
د کابل بالاحصار د افغانستان په تاریخ کې له زرینو ارزښتونو څخه شمېرل کېږی؛ خو په تېرو څو لسېزو کې د سیمې هېوادونو او د کورنیو جنګونو له امله یې زیات زیانونه لیدلي او په تېرو شلو کلونو کې یې بیارغونې ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي، په پام کې لري چې د کابل بالاحصار په لرغونې بڼه ورغول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي وايي چې اسلامي امارت په پلان کې لري چې د کابل بالاحصار په شاوخوا سیمه کې ملي پارک هم جوړ کړي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین نن د کابل بالاحصار وکوت او د بالاحصار د غصب شوې ځمکې پر بېرته راګرځولو یې ټینګار وکړ او زیاته کړه چې یاده سیمه د بالاحصار مربوطه سیمه ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې آغا خان بنسټ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ د کابل بالاحصار د بیارغونې چارې پیل کړې دي.

کابل/ د وري ۲۵ مه/ باختر

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۷:۱۷
Background image

امتحان سیرت النبیﷺ در ولایت جوزجان اخذ گردید!

پنج‌شنبه مورخ(۱۸ رمضان المبارک ۱۴۴۵) از سوی آمریت امور جوانان ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت جوزجان با هماهنگی مرکز آموزشی دفتر اکتید از ۹۰۰ تن جوان ولسوالی آقچه و مرکز امتحان سیرت النبیﷺ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۵:۲۲
Background image

در تخار برنامه‌های آگاهی‌دهی راه‌اندازی گردید!

چهارشنبه مورخ(۱۷ رمضان المبارک ۱۴۴۵) از سوی ریاست اطلاعات و فرهنگ تخار با هماهنگی ریاست های ارشاد، حج و اوقاف، امر بالمعروف و نهی عن المنکر و شورای علما برنامه آگاهی‌دهی در مورد حرمت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

کتابخانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ پکتیا بعد از بازسازی به بهره‌برداری سپرده شد!

چهارشنبه مورخ(۱۷ رمضان المبارک ۱۴۴۵) کتابخانه عامه ریاست اطلاعات و فرهنگ پکتیا بعد از بازسازی به بهره‌برداری سپرده شد.

قاضی ثواب‌جان اسلام‌یار رییس اطلاعات و فرهنگ پکتیا در جریان مراسم. . .

BACK TO NEWS