مولوي سعدالدین سعید: د جام منار د ساتنې او ټینګښت په خاطر د احتياطي تدابیرو پر نیولو ټینګار وکړ
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي سعدالدین سعید نن په کابل کې د یونسکو سازمان له مسوول سره په غونډه کې د جام منار د ساتنې او ټینګښت په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس خبریال د خبرله مخې، په دې غونډه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي آبداتو او لرغونپوهنې د ساتنې رییسان او دغه راز د یونسکو د فرهنګي څانګې مسوول شتون درلود، د غور جام منار ته د سیلاونو د خطر د مخنیوي او د جام سیند د پاکولو په خاطر د احتياطي تدابیرو پر نیولو خبرې اترې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزات د استازو هيئت ته دنډه وسپارل شوه چې ډیرژر په غور کې د جام منار ساحې له نږدې وګوري او له څېړنې وروسته دغه هیئت د منار د ساتنې او ټیګښت په خاطر عملي اقدامات ترسره کړي.
په همدې ترتیب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معیین د هېواد د لرغونې آثار، فرهنګي میراثونو او تاریخي آبدو په تېره بیا هغو آبدو چې په خطر کې دي د ساتنې د ټینګښت په موخه د دغه وزارت د پاملرنې او هلو ځلو ډاډ ورکړ.
وروسته د یونسکو سازمان مسوول د افغانستان د تاریخي آبدو او فرهنګي میراثونو د ساتنې په زمینه کې د دغه سازمان د زیاتو همکاریو لپاره چمتوالی څرګند کړ.
کابل/ د سلواغی ۷/ باختر